شعـــــرونه

منی د مینې موسم/ پيرمحمد کاروان

پير محمد کاروان

منی د مینې عجیبه موسم دی
منی له مینې سره ښه پوره په تله سم دی
منی زمونږه په لهجه کې و امېل ته وايي
د مرغلرو، د مرجانو د ګلونو امېل
د یوه شاعر سړي د ښکلیو غرلونو امېل
منی د سرو او ژېړو پاڼو یوه سېل ته وایي
له سر د ځمکې څپې وکړي په هوا شي روان
په یوه طرف نه ځي په هره هره خوا شي روان
منی د مینې عجیبه موسم دی
منی له مینې سره ښه پوره په تله سم دی
خو زه د مني د میزان له میاشتې
لږه ګیله کومه
میزان دي هرڅه د ورېښم په تله سم تللي
انګور خواږه دي د آنارو دانې
سرې تر مرجانو تر یاقوتو سېوا
خوند یې لا ډېر کوي د لمر په شغلو غوړه هوا
ټکوروي خوږمن هډوکي د زلمي د بوډا
د ماشومانو شور خندا ده تری تم یې ژړا
شوخان را ونیسي غومبسې مچۍ
چې یې اخیستې میزان
لشې لشې له لکۍ
خو زه د مني دمیزان له میاشتې
ګیله په دې کومه
زهر یې واخیستل خواږه یې راوړل
خو د جګړې ژبه لا اوس هم زهرجنه ده لشې لشې ده
نه یې لفظونه د انګورو د آنارو دانې
نه یې لکۍ د جملې
لکه غومبسې د میزان دي له لشو نه خالي
مرمۍ اوس هم لکه سغرۍ بمبرې
له زهرو ډکې دي لشې لګوي
زه به د مني له دوو پاتو میاشتو
ډېر ګیله من په دې یم
که یې دا تریخ تر مرچکیو داستان
په خوندورو مڼو وا نه ړاوه
کنه نو منی رښتیا هم د خوږې مینې عجیبه موسم دی
دا به وبال وی که یې بد ووایم
عقرب ۴ ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x