نړۍ

 د فرانسې په شمال کې خطرناک اورلګېدلی «ويډيو»

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې په شمال لوهافر ساحلي ښار کې خطرناک اور لګېدلی او په ټولنيزو رسنيو کې ډېری مسلمانانو پرې خوښي ښودلې ده.

دا اور وروسته تر هغه لګېدلی، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وړمه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې د توهين کوونکو کارټونو د خپرولو اعلان کړی و.

د ټولنيزو رسنيو مسلمانو فعالانو د دغه اور ويډيوګانې خپرې کړي دي او خوښي يې پرې ښودلې ده.

د لوهافر پوليسو ويلي، اور په خالي ودانۍ کې لګېدلی، چې وروسته نورو سيمو ته هم خپور شو او د اور وژنې ډلې د اور د مړه کولو هڅه کوي.

د فرانسې «ټرينډ اويوسیټ» راډيو ويلي، چې اور په يوه زاړه ګودام کې لګېدلی و.

د فرانسې سيمه‌ييزې رسنۍ وايي، اور لا هم اسمان طرفته پورته کيږي او له څو کيلومټره لرې ځايه هم ښکاري، خو تر اوسه د دې اور له امله د اوښتي زيان او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ټولنيزو رسنيو فعالان دا اور د اسلام دښمنۍ له لامله بولي او خوښي پرې ښکاره کوي.

د مسلمان ځوان له لوري د وژل شوي ښوونکي صامويل باتي په جنازه کې د فرانسې ولسمشر ويلي و، چې دوی به کارټونونه «اشاره يې د پيغمبر عليه السلام په شان کې توهين ته وه» خپروي اګر که ځينې پر خوا بدوي.

نوموړي د دغو کارټونونو خپرول د بیان ازادي بللې او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې د سيکورلرېزم بیرغ لوړ وساتي.

د فرانسوي چارواکو وروستيو څرګندونو په اسلامي نړۍ پراخ غبرګونه پارولي، د قطر او کويت سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د فرانسوي توکو او همدارنګه له فرانسې سره د هر ډول اړيکو د پرېکون غوښتنه شوې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې د فرانسې په ګڼو ښارونو کې د مسلمانانو پر کورنو او اسلامي ټولنو پر مرکزونو د پوليسو او استخباراتو چاپې ډېرې شوي او د ژوند کړۍ پرې راتنګه شوې ده.

د فرانسې چارلي ابډو مجلې په ۲۰۰۶ کال کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي هڅې په موخه د کارټون جوړولو ادعا وکړه، چې له امله يې په ټوله اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه او غوسې راوپارېدې او تېره اونۍ د ښوونځي ښوونکي صامويل باتي په ټولګي کې زده کوونکو ته دا کارټونونه ښودل، چې زده کوونکي پرې د چړې برید وکړ او سر يې ترې پرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x