نړۍ

نتنياهو: له عربي دولتونو سره تر هوکړې وروسته د منځني ختيځ نقشه هم بدلېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو له متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان سره د اړيکو جوړولو هوکړه ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې دې سره به د اسرائيلو جغرافيايي ستونزه هم حل شي.

د اسرائيلو لومړي وزير عبري تلويزون ته وويل: «موږ د منځني ختيځ نقشه بدلوو او د دې هوکړو له مخې به زموږ هوايي لارې را لنډې او اسرائیل د پولو د محدوديت له ستونزو خلاص شي.»

هغه زياته کړه، چې اسرائيلي الوتکو ته د سعودي، بحرين او اماراتو له فضايي لارې هند او اسيايي هېوادونو ته سفر کې به څو ساعته سپما وشي او طبعي خبره ده، چې ډېره اقتصادي ګټه به هم وکړو.

له تېر اګسټ راهيسې له متحده عربي اماراتو او بحرين وروسته سوډان درېيم هېواد شو، چې له اسرائيلو سره يې د اړيکو عادي کولو هوکړه وکړه.

نتنياهو او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې يو شمېر نور عربي دولتونه به هم په لنډ وخت کې له اسرائیلو سره د اړيکو رغولو تړون وکړي.

سعودي له اسرائيلو سره رسمي اړيکې نه لري، خو اسرائيلي الوتکې د سعودي له فضايي حريمه تېريږي.

نتنياهو زياته کړې، چې له عربي دولتونو سره د اړيکو له رغولو مخکې اسرائيل په سيمه کې منزوي ول، خو له دې تړونونو سره يې ټولې لارې پر مخ پرانيستل شوې او له نړۍ سره يې مستقيمې اړيکې پيدا کړې.

په عربي نړۍ کې مصر او اردن له تېرو څو لسيزو راهیسې له اسرائيلو سره رسمي اړيکې لري، تېره مياشت متحده عربي اماراتو او بحرين هم له اسرائيلو سره د دوه اړخيزو ډيپلوماټيکو اړيکو د جوړولو هوکړه وکړه او سوډان پنځم عربي هېواد شو، چې له اسرائيلو سره يې روغه وکړه.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، له عمان سلطنت سره يې خبرې روانې دي او په لنډ وخت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عادي کولو تړون وشي.

د فلسطين سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول له اسلام او مسلمانانو سره ستر خيانت بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x