افغانستان

کندهار کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د کندهار ولایت محبس اړوند یوې ښځینه پولیسې د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه نن سهار لس بجې د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې ناپېژاندو وسله والو یوه ښځینه پولیسه په ډزو وویشتله او وتښتېدل.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې وژل شوې پولیسه د کندهار د محبس کارمنده وه.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ځای ته د امنیه قومندان د جنايي تحقیقاتو ټیم رسېدلی او د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په کندهار او سویلي ولایتونو کې تردې وړاندې هم یو شمېر ښځینه پولیسې په هدفي بریدونو کې وژل شوي، چې ډیری پولیسې د هغوی د کورنۍ او خپلوانو لخوا څخه له دې امله وژل شوي، چې په دولت کې په کار کولو یې د دوی قوم او قبیله «بدنام» کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x