افغانستانسولې اړوند خبرونه

پوتین: افغانستان کې د امریکایانو شتون د روسیې په زیان نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د روسیې ولسمشر «ویلادمیر پوتین» وايي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون د روسیې په زیان نه دی او نه هم د یاد هیواد له ملي ګټو سره ټکر لري.

د سپوټنیک خبري اژانس د راپور په بنست، پوتین دغه څرګندونې د روسیې له یوه تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کاندید «جوبایډن» هغه ادعا چې روسیه د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پيسې ورکوي؛ سمه نه ده، ځکه دده په خبره، روسیې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له شتون ملاتړ کړی او یاد هیواد ته د امریکایي ځواکونو د ورتګ په مهال یې په امنیت شورا کې مثبته رایه کارولې وه.

پوتین وړاندې زیاته کړې، چې دوی نه یوازې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په شتون اعتراض نه لري؛ بلکې په دې باور دي، چې د هغوی شتون له ثبات سره مرسته کړې او که چېرې له یاد هیواد څخه ووزي، ډېر خطرونه به ورته متوجه شي.

د روسیې ولسمشر داسې مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون اړین بولي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه ناټو او امریکایي عسکر له افغانستانه وتلي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون د منځنۍ اسیا لپاره ګواښ او یو بې ګټې کار بللی.

څه موده وړاندې امریکايي رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې ګواکي روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکړې؛ خو د طالبانو تر څنګ د امریکا استخباراتو هم یاد راپورونه رد کړل او یاده یې کړه چې په دې اړوند کره ثبوتونه په لاس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

HAHAHA
Uncle Putin is working to keep US busy in Afghanistan for few reasons

First, the war will ruin the US economy
Second, the world will hate the US
Third, this war will also bring the morale of the US down

Putin is a smart boy. He would do exactly what the US did to USSR in Afghanistan

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x