افغانستان

عسکرو په غزني کې د وژل شویو طالبانو جسدونو ته «سپکاوی» کړی/انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍکې د ډرون الوتکو په برید کې د وژل شویو طالبانو جسدونو ته د دولتي عسکرو له لوري «سپکاوی» شوی.

د پېښې له ځایه یوې سرچینې د وژل شویو طالب جنګیالیو د جسدونو داسې انځورونه له «نن ټکی اسیا» سره شریک کړل چې ښيي، د وژل شویو کسانو د جسدونو سپکاوی شوی او له منځه یې له یوه تن څخه جامي ایستل شوې او په ونه پورې چپه راځړول شوی.

په انځورونو کې ښکاري، چې یو تن له جسدونو لږ وړاندې د دولتي عسکرو په جامه کې ولاړ دی.

د سرچینې په وینا، څلور ورځې وړاندې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند «جنډه» نومي سیمې په بازار کې بي پیلوټه الوتکو پر طالبانو باندې هوایي برید وکړ، چې په پایله کې یې اووه تنه طالبان ووژل شول او جسدونه یې د حکومت د عسکرو لاس ته ورغلل.

سرچینې که څه هم د وژل شویو طالب جنګیالیو هویت په ډاګه نه کړ؛ خو یاده یې کړه، چې د جسدونو «بي حرمتي او سپکاوی» شوی.

حکومت که څه هم ددې تازه  پېښې په تړاو څه نه دي ویلی؛ خو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا د وژل شویو طالب جنګیالیو جسدونه په موټرونو او ټانګونو پسې کش کړل شوي او یا هم د بدن غړي ترې غوڅ شوي؛ خو حکومت او د بشري حقونو ادارې يې یې د اوس په څېر په اړه چوپ پاتې شوی.

څه موده وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیويي کليپ خپور شو، چې عسکرو پکې د وژل شویو طالبانو له جسدونو په ساتول اندامونه غوڅول.

حکومت که څه هم د یادې پېښې د پلټنې ژمنه وکړه؛ خو د څېړنو پایله يې لا هم له رسنیو پټه پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

زه فکر کوم چه په ملی اردو د خوگ غوشه خوری. دوی چه کوم ظلم او وحشت کوی امریکایان ورته حیران دی.

اختر محمد

دحکومت داسی کړنی دمنلو وړ نه دی دا وحشت دی دا خیانت دی دا بی غیرتی دی ملت باید دحکومت دا کړنی وعندی الله دی دا اربکیان نیست او نابود کړی

طوطی

مړو ته په اصل کی نه په شریعیت کی او نه هم په انسانیت کی بی احترامی جایزه نده. خلاصه هم طالبانو د جنګ په دوران سپکاوی کړی او هم حکومتی عسکرو. ښه لار: الله دواړو ته عقل ورکړی په څه سره جنګ کوی طالب یی چا ته ګټی حکومت خو هسی مزدور دی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x