نظــر

بهر میشتو افغانانو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د ویډیويي کانفرانس راپور/ حفیظ الدین پيرزاده

ليکوال: حفيظ الدين پيرزاده

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر د افغانانو سرہ د تماس ادارې نن ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰م د لندن میشت سوله ایز خوځښت انسجام په ھلو ځلو په امریکا او اروپا کې د سولې او ازادۍ د شورا له غړ‎یو سرہ د سکائپ له لیارې ویډیوي ناسته تر سرہ کړ‎ہ!

په ناسته کې د یادې شورا د ځینو مسلمانو منورینو او روڼ اندو سوالونو، ته د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تماس د څانگې پر استازیتوب د نوموړ‎ې څانگې مشر او د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم غړ‎ي ښاغلي شیخ دلاور ځوابونه وویل.
ھمداراز د ځینو سوالونو ځوابونه محمد سھیل شاھین او قاري دین محمد ورکړ‎ل، چې دلته به د ځینو مطرح شویو سوالونو ځوابونه په اختصار سرہ ذکر کړ‎و.

سوال: بین الأفغاني مذاکرات فعلا د خنډ او ځنډ سرہ مخ دي، څه باید وشي چې مذاکرات بیا روان او یو معقول حل ته لار پیدا شي؟

د دې سوال په ځواب کې شیخ دلاور وویل: موږ‎ د دوحې د تړ‎ون په اساس د بین الأفغاني مذاکراتو لپارہ یو قوي ټیم تشکیل کړ‎ چې ډیری اعضا یې د اسلامي امارت د رھبرۍ شورا غړ‎ي دي.

تر اوسه مو د ۲۱ مادو څخه پر  نولسو توافق راغلی، دوہ پاته اختلافي ځایونه پخپله د کابل څخه راغلی مذاکراتي ټیم اختلافي کړ‎ي دي.  ددوحې توافقنامه چې د خبرو لپاره ښه چوکاټ او اساس دی، نه مني.

د ھمدې سوال په ځواب کې د شیخ صیب د خبرو په تائید قاري دین محمد حنیف وویل: د مذاکراتو بُن بست ته تلل د کابل ادارې مسؤلیت دی.
زموږ‎ د مشرانو نومونه لا اوس ھم په تور لست کې دي، ټول زندانیان مو نه دې خوشې شوي او بین الأفغاني مذاکرات ھم د کابل ټیم ټکني کړ‎ي، چې د پړ‎ې گوته ھم باید ھغوی ته ونیول شي!

د غونډې یو بل گډونوال خپل سوال په تشریحي ډول داسې مطرح کړ‎: په نویمو کلونو کې د طالبانو تحریک په ډیرو کمو وسایلو او محدودو امکاناتو وتوانید چې د شر او فساد بیخ و باسي او د پلازمینې کابل په گډون ټول افغانستان فتحه کړ‎ي، خو تر فتحې پس لکه څرنگ چې پکار وہ، ھغسې و نه شوہ، کار د ھغه و اھل ته و نه سپارل شو او څرنگ چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي: إذا وُسِّدَ الأمر إلى غير أهله فانتظر الساعة» (رواه البخاري)
آیا دا ځل به ھم د تیر پشان وي او که به کار اھل کار ته سپارل کیږ‎ي؟

شیخ دلاور د دې ورور په ځواب کې وویل: اسلامي امارت د قدرت انحصار نه غواړ‎ي خو زموږ‎ په اند د کار اھل ھغه کسان گڼل کیږ‎ي چې د خپلې مسلکي وړ‎تیا په څنگ کې امانت، تقوی، ترحم او خپل ولس او وطن ته وفادار وي، که په یواځې مسلکي پوھې کیدای نو د کابل ادارہ کې ھم ډیر مسلکي کسان شته خو په فساد، اختلاس او خیانت کې د نړ‎ۍ په لومړ‎ي قطارکې قرار لري.
د پیغمبر علیه السلام د مبارک حدیث په اړ‎ہ مو د یوہ عالم توضیح را په یادکړ‎ہ چې ویل به یې د الساعة یوہ مانا ھمدا اوسنی ساعت دی، مانا دا چې کار د ھغه و اھل ته و نه سپارل شي، ھماغه لحظه د ناوړ‎ہ عواقبو انتظار وکړ‎ئ؛ صدق رسول الله علیه افضل الصلوات.

د مجلس د بل گډونوال پوښتنې شرعي اړ‎خ درلود، ھغه پوښتنه وکړ‎ہ: آیا شرعا دا کار جواز لري چې د کابل ادارې له ھغو افرادو سرہ ناسته وشي چې په قتل، غارت او فساد ککړ‎ دي؟
شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: زموږ‎ ناسته د یوې سپیڅلې موخې لپارہ دہ، د سولې لپارہ دہ، د اسلامي نظام د قیام لپارہ دہ.

لکه څرنگ چې پیغمبر علیه السلام له مخالفینو سرہ خبرې کړ‎ې ھمدا راز موږ‎ ھم له ټولو ذیدخله جھاتو سرہ خبرې کوو او شرعا کوم حرج پکې نشته.

د جلسې یو بل گډونوال خپل سوال داسې مطرح کړ‎:

په ۹۲ م کال کې مجاھدین کابل ته راغلل، نظام له منځه لاړ‎ او ھغوی یې په بدل کې کوم بل نظام نه درلود نو ھماغه و چې ھیواد له یوې لویې بدبختۍ سرہ لاس و گریوان شو. آیا امارت د کوم جوړ‎ شوي نظام ماډل په لاس کې لري چې د فتحې په صورت کې عملي شي؟

شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: اسلامي امارت له دې امتیاز څخه برخمن دی چې ھمدا اوس د ټول افغانستان په سطحه فعالې ادارې لري، زموږ‎ ھر کمیسون د بیلگې په توگه د تعلیم او تربیې، فرھنگي، نظامي، مالي، قضا او نور پخپل اړ‎وند ډگر کې د ھماغو وزارتونو معادل دي.
زموږ‎ اداري سیستم د ھر ولایت لپارہ له والیانو نیولې تر ولسوالانو او نورو کارکوونکو پورې مکمل پرسونل لري.

موږ‎ ډیر کار کړ‎ی خو لا ډیر مزل پاته دی، ستونزې ھم شته خو بیا ھم مخ په وړ‎اندې ځو. بله مھمه خبرہ دادہ چې د اسلامي حکومت پر راتگ به اوسنی ملي او اساسي بنیادونه له منځه نه ځي. بلکې په ادارو کې به ژورہ اصلاح را منځته کوو، د بیلگې په توگه د امنیت په اډانه کې به د ملي اردو، ملي پولیسو او  په نورو ارگانونو کې به بنیادي اصلاح کوو، تر څو وتوانیږ‎و د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو لیکې په حقیقي مانا ملي کړ‎و.

شیخ دلاور د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امارت د قضیې له نورو اړ‎خونو سرہ ھم مذاکرات کوي که نه، وویل:
موږ‎ له کابل څخه د راغلي ټیم غړ‎یو ته د مختلفو جھتونو د استازیو په سترگو گورو. موږ‎ ھڅه کوو د کابل ادارې انحصار  ختم کړ‎و خو نور له کابل څخه  راغلیو جهتونو پورې اړه لري چې څه غواړي.

د اسلامي امارت دروازې حکمتیار صیب، صلاح الدین رباني او نورو جھتونو ته د مذاکراتو لپارہ تل خلاصې دي!

د مجلس یو بل ملگري پوښتنه وکړ‎ہ آیا اسلامي امارت به د مخالفینو سرہ د موقت، انتقالي، عبوري یا حکومت  په کوم بل ډول موافقې ته ورسیږ‎ي؟

شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: موقت، عبوري او یا د حکومت نور قسمونه په فعلي شرایطو کې زموږ‎ د ھیڅ مرض علاج نه شي کولای. ولس رښتینی اسلامي نظام غواړ‎ي چې موږ‎ یې د قیام لپارہ ھلې ځلې کوو.
د حکومتونو نور قسمونه عملي نه دي.

محمد سھیل شاھین په ایندہ حکومت کې د بھر میشتو روڼ اندو افغانانو د ونډې په اړ‎ہ وویل:
په خپلواکی میئنو افغانانو د دواړ‎و اشغالونو په وړ‎اندې خپله کرکه ثابته کړ‎ې. موږ‎ له وطن څخه بھر ډیر علمي، مسلکي او با تجربه کدرونه لرو چې موږ‎ ورسرہ دوامدارې اړ‎یکې پالو، دا وطن او ولس ورته اړ‎تیا لري. ھیله لرو چې ھمدا صادق او مسلمان کدرونه به د نوي اسلامي حکومت د دروند پیټي په اوچتولو کې خپل مسؤلیت اداء کړ‎ي.

موږ‎ پوھیږ‎و چې د انقلاب د گټلو تر څنگ د انقلاب د موخو ساتل ھم ډیر مھم دي.

په تیر امارت کې شرایط سخت و، حالات جگړ‎ہ ایز و، ھرج و مرج و او موږ‎ د دولت دارۍ تجربه ھم نه لرله، خو دا ځل به د داسې یو صالح نظام قیام وي چې ھر څوک به بې له کوم ژبنیز، قومي، سمتي تبعیض څخه خپل ځان پکې وویني.

د غونډې یوہ بل گډونوال د جگړ‎و د ډیر والي د لامل پوښتنه وکړ‎ہ.

شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: د امریکا جنرال میلر د امارت ورځنۍ حملې د دوحې تر تړ‎ون مخکې د ۱۵۰ په شاوخوا کې اټکل کړ‎ې وې.  د امارت د مجاھدینو اوسنۍ حملې د ورځې د دیرشو او څلویښتو تر منځ دي. که د میلر اټکل اوسط ونیسو، نو و به گورو چې د جگړ‎ې شدت د پخوا په تناسب ډیر زیات را کم شوی.

دا چې په ھلمند یا ځینو نورو ځایونو کې پراخ عملیات تر سرہ شول لامل یې د ھغو سیمو بیرته کنترول په لاس کې اخیستل و چې بنا په ځینو وجوھاتو د امارت له ولکې څخه وتلې وې.

د مجلس یو بل گډونوال پوښتنه وکړ‎ہ، که ټرمپ انتخابات وبایلي او د امریکا نوی ولس مشر د فوځونو له ایستلو ډډہ وکړ‎ي، د امارت ستراتیژي به څه وي؟

شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: امریکا  د نظامي لارې د افغانستان د مسئلې په حل کولو کې شکست خوړ‎لی، چې ھر نوی ولس مشر ھلته راځي، نو دا یې په گټه دہ چې ژر تر ژرہ خپل فوځونه له افغانستان څخه وباسي، خو که ھغوی د وعدې تخلف وکړ‎ي نو موږ‎ به یې په مقابل کې جھاد جاري وساتو.

د مجلس یوې گډونوالې خور د امارت پلاوی مخاطب کړ‎ او ورته یې وویل: د ھر کامیاب انسان تر شا د یوې ښځې لاس وي، ستاسو تر شا ھم ستاسو د میندو لاسونه دي. ھیله دہ تاسې به د ښځو د حقوقو په ورکړ‎ہ کې خپلې مورگانې په یاد وساتئ او ښځو ته به ھغه حقوق ورکړ‎ئ کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړ‎ي!
دا به نه ھیروئ چې تاسې نن ھر څه یاست دا د ښځو برکت دی!

شیخ صیب د دې خور په ځواب کې وویل: د تیرو شلو کلونو په مودہ کې غرب زموږ‎ په خلاف داسې پراخ تبلیغات کړ‎ي چې موږ‎ یې د ښځو د حقوقو ناقضین معرفي کړ‎ي یو.
موږ‎ ھر یو د یوې ښځې، پلار، ورور او زوی یو. دا به څرنگ انسان وي چې د خپلې لور، خور او مور پر حقوقو سترگې پټې کړ‎ي؟!!
موږ‎ به د اسلامیت او افغانیت په چوکاټ کې د ښځو د ټولو ھغو حقوقو اعادہ کوو چې غربي دیموکراسۍ ترې د خوږ‎و شعارونو تر چتر لاندې لوټلي!

موږ‎ به ھڅه کوو چې ښځو ته د تعلیم او کار زمینه د شرعي اصولو په رڼا کې برابرہ کړ‎و.
اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان مظلومو ښځو ته به د اسلامیت او افغانیت په دائرہ کې ټول ھغه حقوق ورکوي کوم چې د ھغوی مسلَم حق دی!

د انسجام ټولنې په استازیتوب د یادې ټولنې استازي د ځینو ملگرو اقتراحات او اندونه د امارت د سیاسي دفتر مشرانو ته د لا زیاتې پاملرنې لپارہ وړ‎اندې کړ‎ل چې بارزې نکتې یې په لاندې ډول وې؛
۱- د کابل اوسنۍ گوډاگۍ ادارې سرہ داسې جوړ‎ جاړ‎ی چې د دې ادارې عمر ته دوام ور بښي، د افغانستان او ولس په تاوان تمامیږي نو امارت باید له داسې ډیل څخه جدا خود داري وکړ‎ي.
۲- د کابل څخه راغلی گروپ یو مشورتي ټیم دی چې ډیري غړ‎ي یې د جنگسالارانو ماشومان او یا بې بندو بارہ سیکولران دی. ھمداراز ھغوی د ھیڅ راز فیصلې صلاحیت نه لري خو په مقابل کې یې د امارت د ټیم غړ‎ي د امارت تر ټولو جگپوړ‎ي دیپلوماتان دي.

امارت په چتي پسې باز خوشې کړ‎ی، بھترہ به وي که د امارت سیاسي مشران د نړ‎ۍ نورو ھیوادونو ته د امارت د بر حق داعیې لپارہ فعالې دیپلوماسۍ ته مخه کړ‎ي او د کابل څخه راغلي ټیم ته د خپلې دویمې درجې ځوان دیپلوماتان ور مخته کړ‎ي.

۳- داسې بریښي چې د بین الأفغاني مذاکراتو تر شا د امریکا او د سیمو د ھیوادونو تر منځ په پراخه کچه کومه بله لوبه روانه دہ.
د امارت له مشرانو څخه د مومن فراست په کارولو د لا زیاتې توجه او پاملرنې ھیله لرو.

د مجلس په پای کې شیخ صیب د مجلس له گډونوالو مننه وکړ‎ہ، دا راز مجالس او له بھر میشتو افغانانو سرہ اړ‎یکې یې موثرې او مفیدې وبللې!
ھغه ھمداراز له بھر میشتو افغانانو څخه وغوښتل چې خپلې مشورې، طرحې او اندونه د امارت سیاسي دفتر سرہ شریک کړ‎ي!
غونډہ افغانستان ته د سولې او یوہ رښتینې اسلامي نظام د راتگ پر دعا پای ته ورسیدله

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه. د طالیبانو سیاسی نماینده ګانو ویدیویی کانفرانس کی غمی،پښتین له سټی کنډو څخه د شپانو په نماینده ګی برخه اخیستلی وه او لاندی پوښتنی له طالیب مشرانو څخه وکړی، ۱، ډله ایز یرغل په هلمند باندی په کوم ،دین ؟په کوم مذهب؟په کوم کتاب ؟روا دی، ۲،دا برید اسلام ته کومی ګټی وړسولی؟ ۳،په دا جنګ کی څومره کافران مړه شول؟مطلب خارجی عسکر ۴،افغانستان دارلکفر دی؟او که دارالاسلام؟ بیا دا قتلونه ولی؟ غمی پښتین د پوښتنی ځوابونه له طالیبانو سره نه وه،غمی پښتین ته یی کلکه غصه وکړه  وییو یی کانفرانس یی وتړه. غمی پښتین کنډو په سر کی د چینی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x