افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمر داوودزی د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره غږېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لپاره د اشرف غني ځانګړی استازی «عمر داوودزی» د افغان سولې په اړه د بحثونو په موخه پاکستان ته تللی.

اسلام اباد کې مېشت ازاد خبریال «طاهر خان» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې داوودزی نن پاکستان ته رسېدلی او د افغان سولې پروسې او هغو «ننګونو» په اړه به له پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي چې د سولې پروسه ورسره مخ ده.

د نوموړي په خبره، داوودزي د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له سلاکار «یوسف معید» سره هم  لیدلي او د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ په سیمینار کې به هم برخه واخلي.

داوودزی داسې مهال پاکستان ته ځي، چې وار له مخه د کابل حکومت د پارلمان یو پلاوی او د حزب اسلامي ګوند د مشر «ګلبدین حکمتیار» هم په اسلام اباد کې شته او د پاکستان د لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان د مشر په ګډون  له ګڼو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه غږېدلي.

تر پارلماني پلاوي وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم اسلام اباد ته تللی وو او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې درلودې.

پاکستان ته د کابل حکومت د پلاوو سفرونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او ویل کېږي، د ځینو اختلافي نقاطو له امله پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x