نظــر

افغان جهاد د شیخ ریسوني له نظره او یو څو حقایق..!!

موسی فرهاد

طلوع تلویزون، هغه ورځي د احمد الریسوني په نوم د یو عرب شیخ مرکه نشر کړه، چې د افغانستان د څلویښت کلني جګړې او د اوسنیو حالاتو په اړه نوموړي خپل نقطه نظر بیان کړ، هغه وویل: د امریکایانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه کومه شرعي صِبغه نلري.

الریسوني څوک دی؟
أحمد بن عبد السلام بن محمد الریسوني د المغرب افریقايي عربي هیواد په العرایش ایالت کې په  1953م کې زیږیدلی، زدکړې یې په عربي ادبیاتو، حقوقو، فلسفه او شرعیاتو کې ترسره کړې، د لومړي ځل لپاره په خپل هیواد المغرب کې د قاضي القضات محرر مقرر شوی، بیا یې د څه مودې لپاره وکالت کړی او بیا د التجدید په نوم مجلې مدیراو په عین حال کې پر ځینو تلویزوني شبکاتو د علمي خپرونو چلوونکی پاتی شوی، وروسته یې د توحید اواصلاح په نوم ټولنه جوړه کړې، لنډه دا چې تر بیلابیلو حکومتي او غیر حکومتي دندو وروسته اوس د (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين) ټولني (چې تأسیس یې په ۲۰۰۴م په لندن او مرکز یې اوس په قطر کې دی)؛ مشر ټاکل شوی دی.

نوموړی زیاتره وخت په نړیوالو قضایاوو کې په میډیا کې پوښتل کیږي، په نړۍ کې د اسلامي تحریکونو او اسلامي قضایاوو په اړه خپل ځانګړی لید لوری لري.  او په دې برخه کې کافي علمي تألیفات هم لري.

له طلوع سره مرکه یي:
د خبریال د پوښتني په ځواب کې چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې او وضعیت په اړه مو نظر څه دی، اوس خو خارجیان نشته، دواړه طرفونه مسلمانان جګړه کوي؟

احمدالریسوني وویل: موږ په شکل عموم د افغانستان دا څلویښت کلن جریان څارو، د افغانستان د خلکو په غم او خوشحالي کې ځان شریک بولو، ما د طالبانو مشرانو ته هم وویل چې اوس خو د تفاهم وخت دی، جنګ شرعي دلیل نلري، باید چې افغانان ټول په خپلو کې د نوي حکومت پرتشکیل یو تفاهم ته ورسیږي، د مسلمانانو ترمنځ جګړه، حتی که یو فرد وژل کیږي هم جواز نلري. اوس خو خارجیان نشته.
نوموړي د مرکې په یوه بله برخه کې یو آیة تلاوت کړ، چې که د مسلمانانو دوې ډلې سره په جنګ شي، تاسو یې په منځ کې صلح کوئ، خو که بیا یوه بغاوت وکړي، د هغوی په وړاندي ودریږئ. د ده په وینا چې که څه هم د افغانستان اوسنی حالت تر همدې آیة لاندي نه راځي. بیا هم زموږ موقف دا دی چې باید نور دا جګړه که په هرنامه وي، سمدستي ودروله شي، د مسلمانانو ترمنځ جګړه هیڅ شرعي صبغه نلري. باید چې ټول تفاهم ته مخه کړي.

د نوموړي خبري ټولي د خبریال د پوښتنو په تناظر کې تقریباً ترپایه همداسي رواني وي چې ویل یې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کوم شرعي جواز نشي لرلای. باید افغانان پرخپل منځي تفاهم تمرکز وکړي.

داچې د نوموړي خبري تر علمي فتوا لږ ور ها خوا د سیاسي موقف بیانولو رنګ لري؛ طبعي ده چې هرڅوک د جګړې پرځای افغانانو ته د سیاسي تفاهم سپارښتني کوي، اودا د ځان سیاسي او اخلاقي مسئولیت ګڼي، خو دا سپارښتني پرته له دې کوي چې د افغانستان د څلویښت کلن جهادي مقاومت عمق او تل ته ننوزي. د فتوا ورکولو هڅه به یې هله قابل اعتبار وي چې د موضوع په اړه له اصلي حقایقو پوره واقفیت ولري.

د جګړې آساسي علت:
د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې که موږ او تاسو په لنډ ډول فکر وکړو، دلته جګړه راپیل شوې لومړی د خارجي تجاوز او یا د خارجي لاسوهنو په نتیجه کې ده، د انګریزانو دوه ځله تجاوز یې یوه بیلګه، بیا د روسانو غیرمستقیم او مستقیم تیری یې بله نمونه او ورپسي د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل یې وروستی مثال دی. داچې د یرغلګرو له خروج نه وروسته ولي بیا هم ځیني وختونه جګړو د څه وخت لپاره دوام کړی؛؟ لامل یې بیا هم متاسفانه چې همغه لاسپوڅي واقع شوي چا چې د هرتجاوزګر لپاره د کورني غدار مقدمةالجیش دنده اجراء کړې.

کله چې دا حقیقت له حال او ماضي دواړو نه موږ ته څرګند شو چې جګړه د بهرني اشغالګر له وجي پرافغان ولس تحمیل شوې؛ نو طبعي ده چې د افغانستان د مسلمان ولس مقاومت د متجاوزینو او د هغوی د همکارانو په وړاندي تش په نوم جګړه نه، بلکي له ځان، مال، ناموس، خاورې او عزت څخه برحقه دفاع بلله کیږي، او دا د انسان یو فطري حق دی، چې دفاعي جهاد ورته ویل کیږي. دا هغه جهاد دی چې د الله تعالی له لوري مسلمان ورباندي مکلف ګرځول شوی، که یې ترسره نکړي؛ ګناه کار بلل کیږي.

په بل عبارت، د متجاوز په وړاندي جګړه خو د عقل او نقل دواړو له مخي، د مسلمان فریضه ګڼل شوې، خو د متجاوزینو له داخلي همکارانو سره که څه هم هغوی مسلمان وي؛ بیا د مناصرة الکفار، یعني له متجاوزو کفارو سره د همکارۍ په آساس جګړه اسلامي شریعت فرض ګڼلې ده.

یعني یوازي مسلماني هغوی د جهاد له حکمه نشي ژغورلای، په همدې خاطر ښاغلي احمد الریسوني هم په خپلو خبرو کې بیا بیا وایی چې د امریکایانو له وتلو وروسته د مسلمانانو ترمنځ جګړه جواز نلري. مطلب دا چې د امریکایانو په وجود کې که څه هم هغوی مسلمانان ول؛ خو جهاد ورسره جایز و.

دا چې د امریکایانو له وتلو وروسته، رښیتا جګړه بیرته مسلمان وژني ته ورګرځي؛ په دې اړه به خبره له بلي زاویې را وسپړو.

څو بین الأفغاني جګړې:

1 – لومړۍ:
د شوروي یرغلګرو تر خروج وروسته د ډاکټر نجیب په مشرۍ له کمونستي رژیم سره مجاهدینو نژدې څلور کاله جګړه وغځوله. دا جګړه که څه هم د یاد رژیم خلکو او د هغه پلویانو ناروا افغان وژنه بلله ، خو په مقابل کې یې چې مسلمان ملت ولاړ وو او د نړۍ د اکثریت مسلمان امت تائید یې هم له ځان سره درلودی؛ په همغه شکل جهاد باله لکه څنګه چې یې د روسانو پرخلاف باله.

علت یې دا و چې دا نظام د کفري اشغال په توسط رامنځ ته شوی و، د افغانانو د سیاسي، کلتوري او دیني ارزښتونو د حفاظت پرځای یې د اشغالګر کرملین د موخو او اهدافو ساتنه آساسي مقصد و. ولي چې د همدې کمونیستي رژیم ایجاد، واک ته رسونه او بقا د شوروي یرغلګرو د زور او زر مرهون منت وه.

له همدې ځایه وه چې افغانانو یې په وړاندي مقاومت ته داسي ادامه ورکړه لکه څنګه چې یې د روس په وړاندي مقاومت کاوه.

2: دویمه جګړه:
د مجاهدینو له بریا وروسته پرکابل د واک پرسر د مجاهدینو په نامه د ځینو ډلو ترمنځ جګړه وه، چې متاسفانه مخکني بریالي جهاد، مجاهد، مسلمانانو خصوصاً افغانانو ته یې دروند معنوي او فزیکي زیان ورساوه. هغه جګړه رښتیا د هرچا له نظره مردوده او ناروا افغان وژنه وه.

هغه داسي یوه جګړه وه چې له جګړه مارو پرته هرچا ورته افغان وژنه او مسلمان وژنه ویله، د ارزښتونو پرځای د قدرت او مادیاتو جګړه وه. په هیواد کې یې د یو بدترین انارشیزم، فساد او ګډوډۍ بنیاد کښیښود.

له همدې ځایه وه چې د هغه ناوړه حالت د بدلولو په موخه د طالبانو اسلامي تحریک را منځ ته شو او حالات یې داسي کنټرول کړل، چې نه یوازي د افغان مسلمان سر، مال، عزت، ناموس او استقلال له هلاکته وژغورل شو؛ بلکي یو وتلی مثالي امن، ثبات او سپیڅلی اسلامي حاکمیت یې رامنځ ته کړ.

3: دریمه جګړه:
د کابل له موجوده رژیم سره د طالبانو اوسنی مقاومت، د پورتنیو دوو جګړو په رڼا کې ښه ارزول کیدای شي، چې په کومه کټګورۍ کې راځي؟!  ښکاره خبره خو دا ده چې موجوده رژیم هو بهو د کمونیستي رژیم ځایناستی دی. هغه چې مجاهدینو ورسره جګړه همغسي وغځوله لکه څنګه چې یې له روسانو سره کوله. دا ځکه چې مجاهدینو د کمونیستي رژیم بقایا بیا هم د اشغال بقایا ګڼله. هغه رژیم چې په فکري لحاظ په علني توګه الحاد او کمیونیزم ته معتقد و، موجوده رژیم که څه هم په همغه اندازه علني نه وایی، خو عملاً سیکولریزم او لادینیت ته پوره باوري دی.

د اشغالګرو له وتلو سره، اشغال ختم شوی؟
تراوسه خو د ناټو قواوې لا په فزیکې لحاظ وتلې نه دي، حتی روزمره یې بمبارونه اوس هم جریان لري، او نه یې له کابل رژیم څخه مالي او تسلیحاتي سپوټ قطع کړی. تراوسه خو دا سوال مطرح هم نه دی چې د کابل رژیم سره دې د جګړې انګیزه او صبغه و ارزوله شي.
خو که بیا هم بهرنیان په کلي ډول له افغانستان څخه خپلي قواوې وباسي؛ نو څو پوښتني مطرح کیدای شي:

1-  آیا امریکا او ناټو به بیا هم د افغان ځواکونو مالي، تسلیحاتي او روزنیز ملاتړ ته دوام ورکوي کنه؟ که ورکوي یې، آیا د همغو مخکنیو تړونونو، لکه امنیتي تړون او نورو له مخي ورکوي او که به له سره نوي تعهدات کوي؟

2-  آیا د کابل رژیم به له خپلو بهرنیو دوستانو سره د دوستۍ هغه تړونونه چې له امله یې د دوی مرګ مباح ګرځول شوی و؛ لغوه کوي کنه، برأت به ورڅخه اعلانوي کنه؟

3- آیا د اشغالګرو تجاوز به ناروا او پرخپل هیواد تیری تلقي کيږي، کنه؟

4- آیا دې شل کلن جهاد ته به بیا هم دوی د اشغالګرو غوندي د ترهګرۍ او تندلارۍ اصطلاحات کاروي؟

5- آیا موجوده سیستم چې جهاد پکي ممنوع او الحاد او سیکولرزم پکي آزاد قانوني عمل وي؛ آیا دوی به همداسي ورته معتقد وي؟

که چیري د دې ټولو ځواب منفي وي، یعني نه بهرنیان د کابل له رژیم سره کوم پریکون ته تیار وي او نه د کابل رژیم له بهرني بادارانو څخه د برائت اظهار ته تیار وي، دواړه بیا هم ټینګار لري چې موږ به پخپلو کې یو د بل ټولي برنامې په وفادارۍ سره مخ ته وړو؛ نو بیا خو ښکاره خبره ده چې اشغالګر که څه هم په فزیکي لحاظ وتلي؛ خو په معنوي او ستراتیژیک لحاظ بیا هم اشغال پاتي دی، او د کابل موجوده رژیم د اشغلګرو جانشین دی.

بیا خو ظاهره خبره ده چې د کابل اداره په هیڅ صورت د اسلامي حکومت دعوه نشي کولای، او نه یې په وړاندي روان مقاومت څوک ناجایز ثابتولای شي. لکه څنګه چې د روسانو نه وروسته پاتي نظام سره جهاد کیده همداسي به له دې نظام سره هم کیږي.

حکومت ولي د اشغالګرو ځایناستی ګڼل کیږي؟
موجوده رژیم، د متجاوزو اشغالګرو په وسیله په داسي حال کې رامنځ ته شو چې د یو اسلامي حکومت په وړاندي یې د مقدمة الجیش یا د اشغالګرو لپاره د ځمکني ځواک دنده هم سر ته رسوله، او عملاً د مسلمانانو پرضد له اشغالګرو سره اوږه په اوږه ملګری وو؛ ترڅو یې برحاله اسلامي نظام ړنګ او پرځای یې د اشغالګرو د خوښي نظام رامنځته کړ.

اشغالګرو بیا پوره شل کاله د دغه نظام هرډول ظالمانه عملي ملاتړ ته دوام ورکړ، اوس چې له طالبانو سره د توافق په نتیجه کې بهرنیان په فزیکي شکل وځي، بیا هم برملا اعلانونه کوي چې د کابل رژیم مالي سپوټ به جاري ساتي. ځکه چې د کابل رژیم هغوی خپل ځای ناستی او د خپلو موخو ساتونکی تربیه شوی ځواک ګڼي.

دا خبره د رژیم چارواکي هم په بیا بیا کوي، د شل کلنو ارزښتونو د خوندیتابه او د اسلامي حاکمیت د مخنیوي ادعاوي هره شیبه تکراروي. همیشه وایی چې افغان ملي ځواکونه د واشنګټن او نیویارک ساتنه خپله دنده ګڼي. د لندن او فاریس د امنیت لپاره قرباني ورکوي.

وړمه ورځ اشرف غني په ولسي جرګه کې وکیلانو ته وویل: هر یو پرخپل خره مه سپریږئ، لاسونه سره ورکړئ، د طالب په وړاندي ودریږئ؛ د هغه راتګ ته زمینه مه برابروئ. ښکاره خبره ده چې د طالب د راتګ مخنیوي نه د نوموړي هدف د اسلامي نظام مخنیوی دی، ځکه په فزیکي لحاظ که طالب ورتسلیمیږي له هغه سره خو دوی مشکل نلري، ستونزه خو یې فقط له هغه اسلامي شریعت سره ده چې طالب یې غوښتنه لري او یو وخت دلته د طالب په لاس نافذ العمل و او بیا اشغالګرو له منځه یووړ. د همغه اسلامي شریعت د مخنیوي چاره اوس د کابل رژیم خپله دنده ګڼي.

په موجوده رژیم کې الحاد، سیکولرزم، لادینیت او بې بندباره غربي آزادي ته اجازه شته، خو د عملي جهاد نظریه، آساسي اسلام پالنه او د اسلامي شریعت نفاذ مطلق ممنوع، حتی د ترهګرۍ په زمره کې ګڼل کیږي، که څوک ولیدل شي، وژل کیږي به او یا به زندان ته ځي.
د کابل رژیم د طالب راتګ یوازي په دې شرط مني، چې ورته تسلیم شي، له وسلې سره ځان ورته وسپاري. له هغې داعیي سره چې اشغال به په کلی ډول ختمیږي او پرځای به یې اسلامي نظام نافذیږي؛ هیڅکله یې منلو ته تیار نه دي.  په سلګونو نور داسي مثالونه چې د کابل رژیم نا اسلامیتوب تثبیتوي؛ شته.

اوس که ښاغلی دوکتور احمد الریسوني د افغانستان قضیه او د افغانستان موجوده رژیم په عمیق ډول وڅیړي، او هغه ته دا څرګنده شی چې د کابل رژیم د کفري اشغالګرو د برنامو ساتونکی یو معلوم الحاله سیټپ دی چې پر دین نه ولاړه آیډیالوژي (سیکولرزم) باور لري، د یو مطلق سیکولر جمهوریت په لټه کې د ۹۹٪ فیصده مسلمان ملت حق چې د یو سوچه اسلامي حاکمیت تشکیل دی؛ په څرګنده ترپښو لاندي کوي، په مقابل کې یې تر اشغالګرو څو چنده زیات مزاحمت کوي؛ نو ظاهره خبره ده چې بیا به ښاغلي ریسوني هیڅکله د شریعت له رویه، روانې مبارزې ته ناجایزه جګړه ونه وایی.

پای…………!!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malik

دیر خه

Malik

دا خو صحی خبره ده هغه خبرنگار سوال بد کری که یی ویلی وای چی دولت ۱۹ کاله مو ده امریکایانو په ءحنگ بی گناه افغانان وژل بیا به یی ویلی وای چی جهاد اوس هم فرض دی

جمیل

ریسونی پدی ښه پوهیږی چی که حق ووایی چی افغانستان د هری لوری د کفری محاربو له خوا اشغال دی او کوم افغانان چی د اشغالګرو سره دی ټول منافقین دی او قتل یی مباح څه چی واجب دی نو بیا خوبه دوی ورځی هم پر خپلی چوکی پاته نسی .
دا دنیا شیطان لعین ډیرو ته ډیره شیرینه کړیده .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x