نظــر

د دوحې تړون او یو ناسم تأثر

حبیب مجاهد

د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د دوی په باور طالبان اوس هم له نورو اسلامي ډلو اړیکي لري او د دوی په خبره دا د دوحې له تړون څخه یو مغایر عمل دی او طالبان د دوی په باور دې تړون ته ژمن نه دي پاته شوي.

دا یوازې اشرف غني او د ارګ چارواکي نه دي چې د دوحې تړون یې سم نه دی لوستی او یا یې پرې ځان نه دی پوه کړی، بلکې ډيری رسنۍ او خبریالان هم په دې فکر دي چې طالبانود دوحې په تړون کې له افغانستانه بهر له ټولو اسلامي ډلو سره د اړیکو قطع کولو تعهد کړی دی.

اما که د دوحې د تړون متن وکتل شي هلته د توافقنامې دوهمه برخه له افغانستان څخه امریکا ته د خطر نه پیښیدلو په اړه ده. دا برخه پنځه مادې لري، په دې پنځو مادو کې طالبانو یوازې دا تعهد کړی دی چې له افغانستانه به د امریکا متحده آیالاتو او د هغوی متحدینو ته خطر نه متوجه کیږي. دلته له نورو ډلو سره د اړیکو د قطع کولو یا نه قطع کولو په اړه هیڅ یادونه نه ده شوې او نه هم طالبانو کوم داسې تعهد کړی دی.

بله دا چې طالبانو له پخوا څخه ویلي دي چې اهداف یې یوازې د افغانستان تر پولو پورې محدود دي او دوی د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې اراده نه لري او نه هم چا ته د ضرر رسولو فکر لري. خو د دې معنی دا نه ده چې دوی به د نړۍ په بله برخه کې له کومې اسلامي ډلې سره خواخوږي او اخلاقي ملاتړ نه لري. طالبانو لکه څنګه چې پخوا یې د مصر، فلسطین او د نړۍ په نورو سیمو کې د اسلامپالو خوځښتنو په ننګه اعلامیې صادرې دي او له هغوی سره یې خپل اسلامي اخوت او ورورولي پاللې ده له دې وروسته هم مکلف دي چې د نړۍ په هره سیمه کې له اسلامي خوځښتونو سره د ایماني خپلوۍ رشته وپالي.

د اسلامي اخوت پالل زموږ د ایمان غوښتنه ده او دا رشته هیڅکله نه غوڅیدلی او نه هم له پامه غورځیدلی شي. نو بناء طالبانو لکه څنګه چې په دې اړه هیڅ تعهد نه دی کړی مخالفین یې هم باید ترې دا تمه ونه لري او نه دې طالبان په دې ملامت ګڼي چې ولې یې له نورو اسلامي ډلو سره اړیکې نه دي قطع کړې.

دغه راز که طالبان کله په لویو ښارونو کې عملیات کوي لکه څه موده وړاندې چې د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ته ورلنډ شول نو بیا هم ځینې خلک په طالبانو له توافقنامې څخه د سرغړاوي تور پورې کوي. حال دا چې که د توافقنامې متن وکتل شي طالبانو هیڅ داسې تعهد نه دی کړی چې په لویو ښارونو به عملیات نه ترسره کوي.

حقیقت دا دی چې طالبان خپلو دیني او اخلاقي اصولو ته په پام سره له خپله اړخه توافقنامې ته ژمن دي او په کوم څه یې چې تعهد کړی هغه کارونه یې ترسره کړي دي. اما مقابل جانب لکه څنګه چې بیا بیا له توافقنامې څخه سرغړونې کوي دغه راز په طالبانو په غلطه له توافقنامې څخه د مخالفت تور پورې کوي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x