ورزش

«پاول پوګبا د اسلام په اړه د ماکرون په ناسمو څرګندونو له فرانس لوبډلې استعفا وکړه»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): فرانسوي فوټبالر پاول پوګبا د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اسلام په اړه له ناسمو څرګندونو وروسته د فرانس فوټبال لوبډلې څخه د استعفا پریکړه وکړه.

د مانچسټر یونيټډ لوبډلې مسلمان ستوری پال پوګبا د تیرې جمعې په ورځ د فرانسې ولسمشر لخوا د اسلام په اړه له ناسمو څرګندونو وروسته دغه پریکړه کړې ده.

د پوګبا استعفا د یکشنبې په ورځ په یوې عربې سپورتي رسنۍ (195sports.com) کې خپور شوی چې په کې ویل شوي، د پوګبا استعفا لامل ددغه هېواد ولسمشر لخوا د اسلام په اړه ناسمې څرګندونې دي. خو په دې اړه خپله پوګبا او نه هم د فرانسې فوټبال اتحادیې څه ویلي دي.

مسلمان لوبغاړی پوګبا دغه څرګندونې هغه او فرانسوي مسلمانانو ته سپکاوی ګڼي، په داسې حال کې چې په فرانسه کې له عیسویت وروسته اسلام تر ټولو ستر دین دی.

پال پوګبا په ۲۰۱۳م کال کې د فرانسې فوټبال لوبډلې استازیتوب پېل کړ چې په ۲۰۱۸م کال کې یې خپلې لوبډلې ته د نړیوال جام اتلولي هم وګټله. هغه د ملي لوبډلې په استازیتوب ۷۲ سیالۍ ترسره کړي چې ۱۰ ګولونه یې وهلي دي.

د فرانسې ولسمشر لخوا دا څرګندونې د مسلمان ځوان له لوري د وژل شوي ښوونکي «صامويل باتي» (چې د اسلام ضد څرګندونې یې کړې وې) په جنازه کې کړې وې، هغه ویلي وو، دوی به کارټونونه «اشاره يې د پيغمبر عليه السلام په شان کې توهين ته وه» خپروي اګر که ځينې پر خوا بدوي.

نوموړي د دغو کارټونونو خپرول د بیان ازادي بللې او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې د سيکورلرېزم بیرغ لوړ وساتي. ددې سربېره د فرانسې د کورنيو چارو وزير هم ويلي، چې مسلمانانو ته د حلالو غوښو خوړل بايد بند شي.

د فرانسوي چارواکو وروستيو څرګندونو په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي، د قطر، ترکیې او کويت سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د فرانسوي توکو او همدارنګه له فرانسې سره د هر ډول اړيکو د پرېکون غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x