
طالبانو د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر «بې مسئولیته» څرګندونې غندلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د اسلام د مقدس دین په اړه د فرانسې د ولسمشر اسلام ضد څرګندونو ته د غبرګونو په ترڅ کې طالبانو هم د نوموړي څرګندونې غندلي او بې مسئولیته یې بللي دي.
طالبانو د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره د فرانسوي ولسمشر «ایمانویل ماکرون» وروستۍ اسلام ضد څرګندونې یې نړیوال امنیت ته خطر بللی او نوموړي ته یې سپارښتنه کړې چې ددې پرځای باید د اسلام مبارک دین بشپړ مطالعه کړي:
« ښه داده چې نوموړی د اسلام په ضد د بې خبرانه څرګندونو پرځای د اسلام دین دقیق مطالعه کړي، د اسلام په اړه د دښمنو کړیو د ناقصو معلوماتو په اساس بې ځایه خبرې ونکړې او له داسې موقف څخه ډډه وکړي چې هغه د نړۍ امنیت پرخلاف وي او د ملتونو ترمنځ نفرتونه او کرکې را پاروي.»
د طالبانو په خبرپاڼه کې فرانسه له دې امله هم غندل شوې چې په تکراري توګه د اسلام ستر پیغمر حضرت محمد صلی الله علیه ته منسوب کارتونونه خپروي او اسلام ته سپکاوی کوي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اسلام پر ضد «پاروونکې» څرګندونې کړي او تور يې پورې کړی چې ګواکې د اسلام مقدس دین له نړیوالې انزاو سره مخ دی، تغیرته ضرورت لري او داچې په فرانسه کې به په مسلمانانو قیودات محدودیتونه وضع کړي.
د ماکرون دغو څرګندونې په نړیواله کچه د مسلمانانو توند غبرګونونه راپارولي او په ګڼو هېوادونو کې له فرانسوي توکو سره پرېکون هم اعلان شوی دی.