افغانستان

طالبان: د دوحې له توافقنامې په سرغړونه امریکايي ځواکونو په وردګو کې پر ماشومانو هوايي برید کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل):طالبان وایي، امریکایي ځواکونو د دوحې له توافقنامې سرغړونه کړې او د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې يې پر ملکي وګړو هوایي برید کړی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «تیر ماښام د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند دراني سیمه کې امریکایي اشغالګرو له توافقنامې څخه د مکررو سرغړونو په دوام په ملکي خلکو د ډرون برید وکړ، چې له امله یې ۳ تنه ماشومان په شهادت و رسیدل.»

له سیمې څخه یوې سرچینې په برید کې د وژل شوي یوه ماشوم انځور له «نن ټکی اسیا» سره شریک کړ او د نوم نه ښودلو په شرط یې وویل، چې په برید کې درې تنه ماشومان وژل شوي، چې له منځه یې د دوو جسدونه په بشپړ ډول له منځه تللي او یوه بل له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.

امریکايي ځواکونه که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو چوپ دي؛ خو په دې وروستیو کې په بیا، بیا هغوی د دوحې له توافقنامې څخه په سرغړونه تورن شوي.

څو ورځې وړاندې طالبانو وویل، چې امریکایي هوایي ځواک د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې د خپلو داخلي همسنګرو په ننګه پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې.

طالبانو ددې تر څنګ ګواښ کړی وو، چې که له توافقنامې سرغړونې دوام وکړي، د بدو پایلو مسئولیت به یې د امریکایي لوري پر غاړه وي.

یاده دې وي، چې په دوحه کې د لاسلیک شوې توافقنامې په بنسټ بهرني ځواکونه نشي کولای د جګړې له ډګر پرته په نورو ځایونو کې پر طالبانو او یا هم ملکي وګړو بریدونه وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ددی وخت رارسیدلی دی چه افغان ملت دکفارو او دهغوی دکورنی ملگروپه وړاندی په نره ودریزی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x