افغانستان

میدان وردګو کې د ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل):د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د میدان وردګو د والي ویاند «محب الله شریف زي» رسنیو ته ویلي، چې تېر ورځ ماښام مهال د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د جلریز-میدان ښار پر لاره د «کوټه عشرو» سیمه کې د ولسي وګړو  پر یو سراچه ډوله موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د نوموړي په خبره، په چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي.

که څه هم د وژل شویو وګړو هویت لا څرګند نه دی؛ خو په تېره اوونۍ کې د وردګو ولایت دننه دا دویمه چاودنه ده چې د ولسي وګړو ژوند اخلي.

تېره اوونۍ هم د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین دوولس ولسي وګړي وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x