نظــر

پر اسلام تنقيد “ازادي” او پر ماکرون “بې ادبي”!

وحيدالله مصلح

دا همغه د بيان ازادي ده؛ چې ماکرون يې په پلمه اسلام او زمونږ خوږ نبي صلى الله عليه وسلم کنځي، ماکرون او جوزپ بورل دې د اردوغان پر تنقيد خپلې زارې نه چوي!…

که رسول الله د چارلي او ماکرون د تنقيد محور دى نو ماکرون څوک دى، چې نيوکې به پرې د منلو او زغم وړ نه وي.

رسول الله د مسلمانانو د ايمان، عقيدې او په دې لاره کې د زغم سره کرښه ده.

اسلام به هيڅکله په غرب کې ذوب نه شي، اسلام به هلته لکه د اوبو لار کوي او تم به نه شي، اسلام به د غرب د سکولار مسيحيت سره د همغوى په کورونو کې تقابل کوي، اسلام مړڅپند نه دى د نهضتونو دين دى او اسلام د هر ظرف خاصيت نه اخلي، اسلام په خپلو ځانګړتياو او انفراديت کې ژوند کوي. اسلام د بحران دين نه دى!

اسلام د سلمان او سيسي او بن زايد د مثلث بنديوان نه دى، اسلام د هغه ميلياردې ولسونو دين دى چې د غرب د چاکرانو په سياسي استبداد کې بيا هم د فرانسې د بې ادبه ولسمشر او چارلي ايبدو په غبرګون کې د هغوى توکي تحريموي.

د اسلام د ننګې ترکي محور په نړيواله کچه د اسلامي ارزښتونو اهميت او ځاى ټاکي، د اردوغان قاطع ننګه او ملاتړ د اروپا زړونه له غوسو ډکوي او د هغوى د مودو پټې کينې او پټې ارادې صراحت ته راوباسي.

په بل حساب کې اردوغان له يو خوا د عربي مستبدينو او غلام مثلث لپاره رواني ځور دى او له بلې خوا له اسلامي استازولۍ د دوى ګوښېتبوب نور هم تسرېع کوي، ځکه اهل يې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x