افغانستان

طالبان: د وژل شويو طالبانو جسدونو ته توهين کوونکي به په سخته سزا ورسيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې وړمه ورځ په تخار او غزني ولايتونو کې دولتي عسکرو په هوايي برید کې د وژل شويو طالبانو جسدونو ته سپکاوی کړی؛ طالبانو يې په اړه جدي غبرګون ښودلی او ددې کړنې ترسره کوونکو ته يې د «سختې سزا» خبرداری ورکړی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي څو ورځې وړاندې د غزني ګيلان ولسوالۍ په جنډه سيمه کې د وژل شويو طالبانو جسدونه دولتي عسکرو ته په لاس ورغلي وو چې جامې يې ورڅخه ويستلې وې، ونو پورې يې ځړولي وو او انځورونه يې په خواله رسنیو کې خپاره کړي دي.

مجاهد همدا راز د تخار ولايت په چال ولسوالۍ کې هم د «معاذ» په نامه د يو تن وژل شوي طالب يادونه کړې ده چې د عسکرو له لوري په ټپي حالت کې نيول شوی سترګې يې ترې ويستلي، غوږونه يې ورڅخه پرې کړي، مخ يې«مثله»کړی او په قساوت يې وژلی.

طالبانو له وژل شويو طالبانو سره دا عمل وحشيانه بللی او غندلی يې دی، همداراز يې په نړيوالو بشري او حقوقي سازمانونو غږ کړی دی چې دا ډول انسان ضد کړنې وغندي.

ددې سربېره مجاهد په دولتي ليکو کې هغو قومندانانو او عسکرو ته ګوتڅنډنه کړې چې په دا ډول کړنو کې شريک دي او په وينا يې چې د دا ډول جنايت کارانو کلکه څارنه يې پيل کړې او په سخته سزا به ورسيږي.

ذبيح الله مجاهد په دغه اعلاميه کې ليکلي دي چې«د مزدور دښمن لخوا په کراتو زموږ د شهیدانو د جسدونو بې حرمتي شوې، په موټر او ټانګونو پسې څکول شوي او په تبرونو ټوټه شوي دي.
دغه راز عمل د دښمن د مایوسۍ، لار ورکي او منفورکیدو  ښکاره دلائل دي چې د کابل غلامان ورسره لاس او ګریوان دي.
د دښمن لخوا دغسې جنایات په داسې مهال تکراریږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د دښمن ټپي عسکر د تداوۍ او علاج په موخه بیرته خوشي شوي، د وژل شوو جسدونه په درناوي سره خپلوانوته سپارل شوي دي.»

بايد وويل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د وژل شويو طالبانو جسدونو ته د دولتي عسکرو له لوري سپکاوی کيږي، مګر تر دې وړاندې هم اسیر شوي او وژل شوي طالب زندانيان له ټانکونو پسې تړل شوي، يا يې هم جسدونه سوځول شوي وو او سپکاوی يې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دهمزنګ قرارګاه وژل شويو لسګونه عسکرو جسدونه له تکفين وروسته د سره صليب مسوولينو ته سپارلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malik

حتمآ به ان شاءالله سزا ته رسول کیگی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x