افغانستان

بدخشان کې یو «واورین پړانګ» ۲۳ میږې او پسونه وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د یو «واورین» پړانګ په برید کې د ۲۳ میږو او پسونو د تلف کېدو خبر ورکوي.

د واخان ولسوال عتیق الله سکتوري نن د دوشنبې په ورځ «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي، چې وړمه ورځ یو «واورین» پړانګ ددې ولسوالۍ په «ورک» کلي کې د دوو کورنیو د څارویو په غوجلو برید کړی، ۲۳ سره میږې او پسونه یې وژلي او ۳۸ نور یې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ اوسېدونکو یو «خالداره واورین» پړانګ وژلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاء الله. بیا له حکومتی عسکرو او طالبانو څخه ښه دی ځکه چی هغوی انسانان وژنی خو دا پړانګ نور حیوانات. الله دی ژوندی لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x