نظــر

د امریکایي اډو د تخریبولو راز

حفيظ الدين پيرزاده

زہ به د موضوع د لا ښه سپیناوي لپارہ لږ‎ شاته لړ‎ شم.

د اتیایمې میلادي لسیزي په آخر کې، روسان سر ماتي او ۼاښ ماتي له افغانستان څخه ووتل.
د افغان روس لس کلنې جگړ‎ې که له یوې خوا افغانستان په کنډواله بدل کړ‎ نو له بلې خوا ھمدا کنډواله ھیواد د روس د شکست پرانستی کتاب و.

د کابل، جلال آباد، کندھار، ھرات، خوست، لوگر او نورې لویې لارې ځای پر ځای د روسانو له سوځیدلو ټانکونو، زغرہ والو موټرو، ھیلي کوپټرو او نورو عسکري شوبلو له پاته شونو ډکې وي!
افغانستان د کمونیزم د تیورۍ د ماتې ژوندی نندارتون و، که د روسانو له وتلو پس مجاھدین په کورنیو جگړ‎و کې نه و ښکیل شوي، ھیواد ملوک الطوایفي خواته نه و ټیل وھل شوی او موږ‎ د یوہ مقتدر مرکزي دولت څښتنان شوي وای، افغانستان به د ټولې نړ‎ې د سیاحینو د توجه مرکز و.
د افغانستان د مظلوم ولس سپیڅلی جھاد، سرښندنې، قربانۍ او د ھغه له برکته د روسانو شرمیدلې ماتې به د ټول کمونستي بلاک پر ټنډہ تور داغ وای!

په اگست ۱۹۸۱ میلادي کې پاکستان د اوسپنې د تولید او زوب د نړ‎یوالې اتحادیې غړ‎یتوب تر لاسه کړ‎.
سرہ له دې چې پاکستان ھغه مھال د اوسپنې د زوب وړ‎ې کارخانې درلودې خو تولیدات یې په داسې کچه نه و چې پر مټ یې خپلو کورنیو اړ‎تیاو ته ځواب ووایي.
په جنوری ۱۹۸۵ میلادي کې د پاکستان د ھغه مھال دیکتاتور مشر ضیا الحق د پاکستان د اوسپنې پر صنعت د پام وړ‎ سرمایه گذاري وکړ‎ہ او په کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې یې د اوسپنې د زوب لوی پلانټونه ولگول.

روسیې د نړ‎ۍ د یوہ سوپر پاور په حیث په جگړ‎ہ کې ماته خوړ‎لې وہ خو بیا یې ھم غرور دا نه شوہ قبلولای چې د شکست نښې نښانې یې نړ‎یوال وویني، ډاکومنتټرۍ پرې جوړ‎ې کړ‎ي او په نورہ نړ‎ۍ کې د ھغوی د شکست او ذلت داستانونه خپارہ شي.
روسیې خپل مشھور ساینسپوہ ډاکتر میخایل کولتوکوف
‏ (Dr. Mikhail Koltokof) پاکستان ته ولیږ‎ہ تر څو د دښمن پاکستان سرہ د اوسپنې په صنعت کې تخنیکي مرسته وکړ‎ي، ھمداراز پاکستان خپل دوہ تکړ‎ہ ساینسپوھان انجنیر نیاز محمد او عبد الوھاب صدیقي د اوسپنې د ټیکنالوژۍ په برخه کې د لا زیات مھارت حاصلولو لپارہ روسیې ته د زدہ کړ‎و لپارہ ولیږ‎ل او ھغوی بیا تر راستنیدو پس په زرھاو نور په اړ‎وند ډگر کې وروزل.
پاکستان د اوسپنې نویو فابریکو لپارہ خامو موادو ته شدیدہ اړ‎تیا درلودہ او روسانو غوښتل له خپل تندي څخه د شکست تور داغونه ایسته کړ‎ي نو ھماغه و چې په افغانستان کې د لس کلنې جگړ‎ې په ترڅ کې د سوځیدلو او ماتو شویو وسایطو د کباړ‎ کولو کاروبار د پاکستان او روسیې د باھمي تفاھم په نتیجه کې د ډیرو پیسو گټلو تر ټولو اسانه لار وگرځیدہ!
مات شوي وسایط لا څه چې روغ ټانکونه، د برق او تیلفون پایې ھم ارہ او په کباړ‎ و پلورل شوې۰

د مجاھدینو بې کفایتي، خپلمنځي جگړ‎و، د قدرت لپارہ د ولس له سرنوشت سرہ لوبې، گوډاگیتوب او خیانت پردیو ته دا زمینه برابرہ کړ‎ہ خو د ھغوی کړ‎نې دلته زموږ‎ د بحث موضوع نه دہ!
د نجیب تر سقوط وروسته، د دوہ کلونو په مودہ کې وطن داسې جارو شو چې د روسانو د اشغال ھیڅ نښه پاته نشوہ!
او په دغه وسیله زموږ‎ د سپیڅلي جھاد او ولسي مقاومت نښې له منځه لاړ‎ې، یو سوپر پاور له خپلې لمنې د شکست او پیغور تور داغونه ومینځل او یو منافق گاونډی پکې د شتمنۍ خاوند شو!

د امریکې د اډو تخریب

امریکا له ویتنام څخه خپل عسکر په اپریل ۱۹۷۵ م کې و ایستل، ھلته د امریکایي اشغال پای په داسې عجله او وارخطایي کې وشو چې امریکا ته یې دا فرصت په لاس ور نکړ‎ تر څو پر ویتنامیانو د شویو مظالمو نښې نښانې له منځه یوسي، له بلې خوا ویتنامیان یو ویښ او بیدارہ ولس دی، خپل تاریخ یې مسخه کیدو ته پرینښود. ھغوى د نورو کلونو پشان سږ‎ کال ھم د کرونا او نورو ستونزو سرہ سرہ د خپلې بریا او امریکایي اشغال د شکست پنځه څلویښتمه کلیزہ په شاندارو دولتي او ولسي مراسمو ولمانځله!
ویتنام اوس د امریکې سرہ ښې اړ‎یکې لري او امریکا ورسرہ ډیرې اقتصادي او نظامي مرستې کوي خو دې مرستو پر ویتنامیانو د شویو مظالمو د اظھار، د خپل تیر تاریخ د ساتنې او نوي نسل ته د ھغې د رسونې مخه ډب نه کړ‎ای شوہ.
ھغوی ستر موزیمونه ھم جوړ‎ کړ‎ي چرته چې یې د امریکا او ویتنام د جگړ‎ې ټولې نښې نښانې خوندي ساتلي تر څو سیلانیان او خپل راتلونکی نسل د امریکایي اشغال له ظلمونو، وحشت او تعذیبونو څخه با خبرہ وساتي!

په افغانستان کې د بگرام، کندھار، ننگرھار او نورو امریکایي بیسونو ھم زندانونه او تعذیب ځایونه لرل چې د امریکایي وحشت، ظلم او بشر ضد جنایتونو ښکارہ بیلگې وې.
امریکا د ویتنام له جگړ‎ې څخه د پند او تجربې پر اخیستلو نه غوښتل افغانستان د ھغوی د وحشت او بربریت ژوندی نندارتون شي نو ځکه د ھرې ممکنې لارې ھڅه کوي تر څو پخپلو ظلمونو پردہ واچوي، خپل جنایات پټ او نښې یې له منځه یوسې.

امریکا به پر ځای پریږ‎دو، د کابل په ادارہ کې ھم له دې وطن سرہ دومرہ دلسوزي نه وہ چې د امریکا سرہ د امنیتي پیمان، ستراتیژیک تړ‎ون او اوس د جواینټ ډیکلریشن په کوم کونج کې یې دا جمله ورزیاته کړ‎ې وہ چې د خارجي قواو د وتلو پر مھال د ھغوی په غیر منقوله املاک کې د تصرف حق یواځې د افغانستان د دولت دی چې په دې صورت کې بیا ھغوی دا تعمیرات نه شو ورانولای.
ښایي د ھغوی په خوب او خاطر کې به ھم دا نه گرځیدله چې د ابابیلو دا کمزوری، بې یار او مددگار ټولی به د پیلانو لښکر تیښتې ته اړ‎ باسي!

له بدہ مرغه د امارت په سیاسي گروپ کې ھم دا درایت نه و موجود چې له امریکایانو سرہ د اشغال د خاتمې په اتلس میاشتنیو مذاکراتو کې یې دې مسئلې ته پام کړ‎ی و او پر امریکایانو یې فشار وارد کړ‎ی و چې د فوځونو د انخلا په صورت کې به ټول ھغه څه چې ھغوی یې له ځان سرہ نه شي وړ‎ای، د تخریب پر ځای افغان ولس ته پریږ‎دي!!

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۲۴/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x