نړۍ

فرانسې له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې له توليداتو سره يې پرېکون ونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): فرانسې له عربي او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه هېواد له توليداتو سره پرېکون ونه کړي او دا يې «د لږه‌کيو سخت دريځو» کار بللی دی.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت پر خپره کړې اعلاميه کې ويلي: په ګڼو عربي او اسلامي هېوادونو کې له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره هڅې روانې دي او سربېره پر دې د فرانسې پر ضد د لاريونونو لپاره هم خلک هڅول کيږي او لامل يې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي هڅه ده.

اعلاميه زياتوي، چې دا ډول پرېکون بې بنسټه دی، بايد سمدستي ترې لاس واخيستل شي او په وينا يې «لږ‌ه‌کي سخت دريځي زموږ پر خلاف دا ډول کارونه کوي.»

د کويت، قطر، اردن، سعودي او ترکيې سربېره په ګڼو نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې هم له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره تونده مبارزه روانه ده.

د فرانسې پر ضد دا کرکه او د پرېکون مبارزې وروسته تر هغه زور ونيوه، چې د فرانسې ولسمشر د وژل شوي ښوونکي صامويل باټي څخه دفاع وکړه، د هغه له لوري د کارټونونو ښودل يې د بیان ازادي او د هغه وژنه يې ترهګري وبلله او اعلان يې وکړ، چې دوی به دا کارټونونه خپروي.

په ليبیا، اردن، فلسطين، تونس، مراکش، المغرب، افغانستان، پاکستان، مصر او ګڼو نورو هېوادونو کې د فرانسې له لوري د توهين کوونکو کارټونونو خپرېدو سخت غبرګونونه راپارولي او ډېری مسلمانان له فرانسوي توکو سره د پرېکون او فرانسې سفير د شړلو غوښتنه کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان د فرانسې ولسمشر دماغي مریض بللی او خپل سفير يې له فرانسې ور غوښتی دی.

طالبانو هم د ايمانويل ماکرون وروستۍ څرګندونې غندلي او هغه يې بې مسؤوليته بللي دي.

د سعودي حکومت اګر که له ترکي توکو سره د پرېکون پرېکړه کړې، خو ولس يې په عربي نړۍ کې دوهم نمبر بلل شوی، چې له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره په ټويټر او فیسبوک مبارزه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

کہ سوک یھود نصارا شیعہ او ھندو وی نو دفرانسی مواد اخلی

سیدزرغون شاه آغا

د(ع،غ) حکومت خو یو لړلی حکومت دی. د ټولو افغانانو څخه دا هیله کوم چی فرانسوی توکی مه را نیسی، لکه شامپو، عطر، کلونیا، کالی، پطلون، د میرمنو خاص لباس، غذایی مواد( پنیر، وچی شیدی یا پوډری شیدی، چاکلیټ) درمل، ساعت، افتابی او طبی عینکی، بوټونه، جرابی او نور د فیشن سامان……….

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو سرسری قضاوت سرسری درملنه او ژوره څیړنه او ارزونه ژوره او دایمی درملنی سبب کیږی دا د حق او باطل جګړه ده د هابیل او قابیل ( دوه ورونو ) تر منځ پیل او د عیسی ع او دجال تر اخری جګړی به ادامه لری دی ته د حریصو او مطمنو انسانانو جګړه هم ویلی شی . د باطل اړخ د نظم نوین جهانی ( نړیوال ګوند ) او دموکراسی ( نړیوال دجالی دین او نظام ) په جوړولو او ابتکار اوس د نړیوال حکومت جوړونی خوب او خیال لری د همدی امله یی د نړی ټول استخبارات،… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x