نړۍ

د افغانستان څخه را اوښتي طالبانو یو ځل بیا پر پاکستاني فوځیانو پراخ بریدونه پیل کړي دي

pakistan-soldier-543نن ټکی آسیا: پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چي نن د افغانستان د پولي څخه په سوونو طالبانو پر امنیتي چیک پوسټونو او ملکي ودانیو بریدونه پیل کړي دي، چي له امله يې ۱۵ تنه تر اوسه وژل شوي دي، چي زیات شمیر يې عسکر دي.

هغوی زیاته کړې چي برید کونکي د نورستان ولایت څخه را اوښتي دي، او په سپکو او درندو وسلو سمبال دي، او د چترال په سیمه کې پر ځینو فوځي تنصیباتو او ودانیو مخامخ بریدونه کوي،

او پر نورو د هاوان او راکټونو بریدونو کوي.

د سیمي څخه د یو حکومتي مسئول رحمت الله وزیر له خولي ویل شوي دي، چي تر اوسه يې په دغه بریدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي دي، چي ځیني يې عسکر دي، خو هغه د عسکرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x