
د اسراييلو هوايي بريدونو کې ۹ فلسطينيان شهيدان شوي
نن ټکی اسيا: د فلسطين غزې تراډه کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې درې ولسي وګړي او د حماس شپږ پوځيان شهيدان شوي دي.
راپورونه وايي، چې غزې تراډه کې د حماس “عزالدين القاسم” پوځي څانګې شپږ سرتيري د اسراييلو په هوايي بريدونو کې شهيدان شوي دي .
په يو بل راپور کې ويل شوي، چې پنځه ولسي وګړي په بيت حانون کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ټپيان شوي دي.
د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې اوس هم سيمه کې د اسراييلو څارګرې او جيټ الوتکې دورې وهي او خلکو کې وېره او ترهه خپره ده.
د اسراييلو او فلسطين حالات هغه مهال نور هم ترينګلي شول، چې وړمه ورځ اسراييلي عسکرو يو فلسطينی ځوان محمد ابوخضير ژوندی وسوځولو.
د اسراييلو د فاع وزارت وايي، چې د غزې تراډې څخه د اسراييلو پر ځمکه شل توغنديز بريدونه شوي، خو تر اوسه هيڅ فلسطيني ډلې د نوموړو بريدونو مسؤوليت نه دی منلی.