افغانستان

د هرات ښاروال د «بډو» اخیستو په تور د پولیسو لخوا نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق او د هرات ښاروالۍ ۷ تنه نور مامورین د «بډو» اخیستو او اداري فساد په تور د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت طارق آرین ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، غلام حضرت مشفق او د هرات ښاروالۍ ۷ تنه نور مامورین د «بډو» اخیستو او اداري فساد په تور د پولیسو لخوا نیول شوي؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هرات والي عبدالوحید قتالي هم له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست لخوا د اختلاس او اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپيژندل شوی دی.
د چارو شنونکي وايي، اداري فساد یوازینۍ پدیده نه ده چې د کابل حکومت جرړې یې کمزورې کړي او د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شوی؛ بلکې په دې وروستیو کې په لویه کچه اخلاقي بله هغه ویجاړوونکې ستونزه ده چې په حکومتي ادارو کې په پراخه کچه زیات شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x