نړۍ

عمران خان: اندېښنې شته، چې هند به د افغانستان په مرسته پاکستان کې ګډوډي جوړه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، افغانستان او پاکستان ډېرې پخوانۍ اړيکې لري او هلته، چې د هر چا حکومت وي، پاکستان به ورسره ښې اړيکې ساتي، خو داسې اندېښنې هم شته، چې هند به پاکستان کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره افغانستان استعمال کړي.

عمران خان د افغانستان او پاکستان د پانګوالو ګډې ناستې په وينا کې وويل، د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې پخوانۍ دي، دا سيمه «پاکستان» له څو پيړيو راهيسې له افغانستان سره اړيکې لري، افغانستان نږدې دوه پېړۍ د مغلي سلطنت برخه پاتې شوې، همدارنګه اوسنی پنجاب او خيبر پښتونخوا د دراني سلطنت برخه وه.

د عمران خان په وينا افغان سوداګرو به له خپل هېواده د هند تر کلکتې پورې خپل سوداګريز توکي رسول.

نوموړي زياته کړه، چې بدبختانه له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې افغانستان د ګډوډۍ او شخړو ښکار دی او په وينا يې د دې جګړو تر ټولو زيات زيان پاکستان ته رسېدلی، په ځانګړې توګه تېر اتلس کاله، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم څه روان دي، ډېر زيان يې پاکستان ګاللی دی.

عمران خان زياته کړې، چې پاکستان به هېڅکله خپلې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي، بلکې، له تېرو وختونو د زده‌کړې فکر لري او «موږ بايد فکر وکړ، چې څه مو بایللي او څه مو ګټلي دي؟»

د پاکستان لومړي وزير وويل، چې افغانستان کې هېڅکله بهرنی ځواک نه دی بريالی شوی او هلته د سولې او کرارۍ لپاره بايد افغانان په خپلو کې سره روغه جوړه وکړي.

هغه دا هم وويل، پاکستان زده کړې، چې افغان ولس هر څوک د خپلې واکمنۍ لپاره ټاکي، هغه يې خپل حق دی او هلته، چې هر حکومت وي، پاکستان به ورسره کار کوي.

هغه زياته کړه، پاکستان اندېښنه لري، چې هند به په پاکستان کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره افغانستان استعمال کړي، خو پاکستان دا پرېکړې، چې کابل کې د هر چا حکومت وي، پاکستان به ورسره ښې اړيکې ساتي، ځکه د دواړو هېوادونو د ولسونو اړيکې د سيمې د روښانه راتلونکي او اقتصاد لپاره اړينې دي.

د عمران خان په وينا په دواړو هېوادونو کې د روانو ستونزو لپاره يوازينی حل دا دی، چې «زموږ ترمنځ اړيکې ښې وي او په پایله کې به يې د افغانستان او پاکستان دواړو ولسونو ته ګټې ورسيږي.»

د پاکستان لومړي وزير دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د سولې او کرارۍ لپاره، پاکستان د هر هېواد په پرتله ډېره خواري کوي، ځکه په افغانستان کې د سولې او امنيت له راتلو سره پاکستان د مرکزي اسيا هېوادونو ته هم لاس رسی موندلی شي او هيله يې څرګنده کړه، چې د اروپايي هېوادونو په څېر د افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد ازاد تګ راتګ لپاره زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x