افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم څلور غړي د «شخصي مسایلو» لپاره کابل ته را غلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټيم څلور تنه غړي د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې د شخصي مسایلو لپاره کابل ته راغلي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار «عزیزالله فضلي» وایي، چې فوزیه کوفي، عبدالمتین بیګ، نادر نادري او سید سادات منصوري د خپلو شخصي مسایلو لپاره کابل ته راغلي او تمه ده په لنډ وخت کې بیرته دوحې ته ستانه شوي.

فضلي زیاته کړې « څلور کسه، ښاغلی نقیبي هم راستون شوی دی، متین بیګ په تخار کې د وروستیو پېښو له امله چې د دوی ځینې دوستان په کې زیانمن شوي د هغو لپاره راغلی دی، د اغلې کوفي د راتګ لامل په هکله معلومات نه لرم او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشر سید سادات منصور نادري ممکن د وزارت نیمګړو کارونو د بشپړولو لپاره راغلی وي.»

نوموړي که څه هم ادعا کړې چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو هم رخصت اخیستی؛ خو له دوحې څخه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل، چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم ټول غړي لا هم دوحه کې دي او هیڅ یوه یې رخصت نه دی اخیستی.

ورته مهال کابل بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې پورته یاد شوي کسان د اشرف غني په امر راغوښتل شوي او راتلونکې اوونۍ ښايي درې نور هم راوبلل شي.

دغه کسان داسې مهال کابل ته راستنېږي، چې له طالبانو سره مذاکرات يې لا هم روان دي او دواړه لوري د ناستو د طرزالعمل په اړه مسلسل بحثونه لري.

له نږدې څلوېښت ورځو راپدېخوا دواړه لوري رسما د مذاکراتو مېز ته ناست دي، خو د یو شمېر اختلافي ټکو له امله لا هم په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x