نظــر

فرانسه د اسلام د دښمنانو سرلارې

ابو یاسر افغان

له تیرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې د فرانسې نوم د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکی دی، وروسته له هغې چې په فرانسه کې یو ښوونکي زموږ د خوږ پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي او بې ادبي وکړه، په ښوونځي کې يې زده کوونکو ته هغه کارتونونه وښودل چې دغه شیطان یې نسبت محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم ته کاوه، د یاد شیطان ښوونکي دغه عمل د مسلمانانو سخت عکس العمل را وپاراوه او همغه و چې یو چیچن پناه اخیستونکي مسلمان ځوان له نوموړي ښوونکي سر پرې کړ او په دې توګه یې دغه ښوونکي او د ده پلویانو ته دا وښودله چې اسلام دومره خوار او بې څوکه دین نه دی، چې هر شیطان او لعین را پاڅيږي د هغې توهین دې کوي او بیا به دی په امن پاتې کیږي.

د دغې پیښې نه وړاندې هم په کراتو کراتو په فرانسه کې د اسلام او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې بې ادبي او ګستاخي شوې ده، هغه هم له رسمي ادرسونو، لوستونکو ته به په یاد وي چې په چارلي هیبډو مجله کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکارتونونه رسم او خپاره شول نو هغه وخت هم اسلامي امت ته لویه ذهني صدمه ورسېده، خو الحمدلله هغه وخت هم د یادې مجلې کارکوونکي په نښه او ووژل شول.

په تاریخي لحاظ فرانسه د اسلام سره د دښمنۍ ډېره پخوانۍ سابقه لري د پخوانیو صلیبي جګړو د مهم غړي هیواد په حیث فرانسې هغه وخت هم د اسلام د له منځه وړلو لپاره په پيل شویو صلیبی جګړو کې پوره ونډه اخیستې ده او په کال 2001م کال کې د امریکا په مشرۍ د پيل شوې اوسنۍ صلیبي جګړې مهم غړی هیواد هم دی.

که په لنډو ټکو یې ووایو نو په اروپا کې د اسلام دښمنو هیوادونو په سر کې فرانسه راځي. همدا فرانسویان په افغانستان، عراق او اوس مالي هیواد کې هم د اسلام خلاف په جګړه اخته دي، د مسلمانانو د نسل وژنې لوی عاملین دي، په لبنان کې د ګډوډۍ تر شا هم د فرانسویانو لاس دی، فرانسوي حکومت د اسلام د دښمنانو یو له مهمو غړو هیوادونو څخه دی، اوس تازه تازه د فرانسې مشر ایمانویل ماکرون د اسلام سره خپله دښمني بیا اعلان کړه او و یې ویل چې د وژل شوي کارتون ښودونکي ښوونکي د درناوي په خاطر به د نورو کارتونونو د نشر اوخپراوي اجازه هم ورکوي، د دې تر څنګ د ماکرون په امر فرانسوي پولیسو په فرانسه کې په مسجدونو، مدرسو، د مسلمانانو په کلیو، کورونو او بازارونو حملې کړي، ګڼ شمېر مسلمانان یې نیولي او لا هم د فرانسوي شیاطینو دغه وحشت دوام لري.

الحمدلله اوس هم په اسلامي امت کې دومره جذبه او غیرت شته چې کله د اسلام د پیغمبر د توهین هڅه کیږي نو د شرق او غرب مسلمانان پرته له کومې پلمې او بهانې په یو صف کې د را ټولیدو هڅه کوي، دوی ټول غواړي چې فرانسې ته باید د اسلام د دښمنۍ سزا ورکړل شي، د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردګان لخوا ماکرون ته د رواني ناروغ په نسبت کولو اروپایان سخت خپه دي اما اسلامي امت د اردګان دغه عمل ستایلی دی. دا د دې معنی لري چې د اردګان سره د ځینو مسلمانانو مینه او یا د ځينو مسلمانانو له نوموړي څخه په ځينو کارونو نفرت اوس دواړه خبرې شاته غورځول شوي او ټول مسلمانان د نوموړي د دریځ ملاتړ کوي. یعني دا حقیقت د دې ښکارندويي کوي چې هر مسلمان مشر که د اسلام په سر ننګ کوي د کفارو مخ ته ودریږي نو اسلامي امت به ترې ملاتړ کوي.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول ټویټر کې د فرانسوي توکیو سره د بایکاټ یا پریکون هشټګ او اعلان په شور او زور سره چلیږي چې له امله یې په عربي هیوادونو کې د فرانسوي توکو په اخیستلو او خرڅولو دواړو کې لوی کمښت راغلی دا نو فرانسې ته ستر اقتصادي ګوزار دی، که چیرته دغه کمپاین همداسې وچلیږي نو فرانسه به دومره اقتصادي ضربه وویني چې مجبوراً به له اسلامي امت څخه بخښنه غواړي، د 2016 م کال راهیسې هسې هم د فرانسې اقتصادي حالات زیات کړکیچن او خراب دي، اقتصادي پرمختګ یې په شاتګ بدل شوی او د کرونا وبا له امله خو فرانسوي حکومت بیخي د لیونتوب تر حده رسیدلی چې اوس لیونی ماکرون په خپلو شیطاني خبرو خلک تیر باسي او خپل زړه پرې قراروي مګر د دوی دغه شیطاني هڅې به بیرته د دوی په زیان تمامیږي او ان شاءالله فرانسویان به د اسلام د دښمنۍ ترخه ضرور څکوي.

خو ډېر د افسوس ځای دا دی چې د اسلامي امت عامو وګړو د فرانسې سره خپله دښمني د اقتصادي پریکون او مظاهرو په شکل بار بار څرګنده کړې ده اما په اسلامي هیوادونو مسلطو حکّامو کله هم د فرانسې خلاف قاطع دریځ نه دی خپل کړی او هر وخت په داسې حساسو مسائلو کې ګونګ پاتې شوي دي چې دا د دوی په غلامۍ، بزدلۍ او بې غیرتۍ پوره دلالت کوي. اسلامي کانفرانس هم هیڅ نوعه عکس مؤثر عکس العمل نه دی ښودلی چې دې کار کفارو ته یو ډول ډاډ ورکړی او شیطان پاله فرانسه چې په خپل مخ کې یو قوي ځواک نه ويني نو خپل رزالت ته دوام ورکوي، بیا دا خو لا لرې خبره ده چې په اسلامي هیوادونو مسلط حکومتونه دې د فرانسې خلاف غږ پورته کړي برعکس خپل وګړي د فرانسې خلاف د مظاهرو په جرم نیسي او یا یې د مظاهرو مخنیو کوي دا څومره د افسوس خبره ده؟؟ هغه وخت به هم لوستونکو ته یاد وي چې په فرانسه کې په اسلامي حجاب بندیز ولګېده نو د اشرف غني میرمنې رولا غني له ارګ څخه د فرانسې په ملاتړ غږ پورته کړ او د فرانسې د دې فرعونیت ننګه یې وکړه، ښه نو څنګه به څوک له اشرف غني او د ده په څير د هغو حکامو څخه د غیرت تمه وکړي چې په اسلامي هیوادونو د یهودو لخوا تپل شوي او مسلط شوي دي؟!!

له بلې خوا جهادي ډلې او ګوندونه هم په داسې مواردو کې یو غوڅ او نهايي شوی دریځ نه خپلوي چې د اسلامي امت هیلي یې په ناهیلۍ بدلې کړي دي. الله پاک دې وکړي چې اسلامي امت د یو واحد قیادت او رهبرۍ په مرکزیت را ټول شي او د فرانسې لخوا د اسلام د توهین دغه عمل د دې سبب شي چې اسلامي امت نور د وحدت او اتفاق په رسۍ منګولې ولګوي او خپلې خاورې، خپل هیوادونه او ولسونه د کفارو او د دوی د غلامانو له اسارت او سلطې څخه نور خلاص کړي.

او دا ورځ به راځي ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

فرانسه هم نورو اروپائی هیوادونو غوندی ځانته یو خاص تاریخ او تاریخی مسیر لری. فرانسویان معمولاً په هر څه کی افراط کاروی او کارولی ئې دی. په مذهبی ډګر کی دومره افراطی وه چی د صلیبی جګړو مدیریت ( له نظامی او انسانی قدرت او اقتصادی او تبلیغاتی نظره) د فرانسویانو په ولکه کی ، د اروپا او غرب تر ټولو افراطی مذهبی مشران او کلیسا متصدیان همدا فرانسویان وه چی عام وولس ئې تر پزی راوستی ؤ. د اتلسمی میلادی پېړۍ په وروستۍ لسیزه کی د خلګو ستر پاڅون پیل او تر لس کلنی وسله وال او قلمی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x