نړۍ

د کارټونونو په خپرولو احتجاج؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې سفیر احضار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون له لوري د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي کوونکي کارټون د خپرېدو په غبرګون کې نن دوشنبه د فرانسې سفير احتجاجا ورغوښتی و.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي: «پاکستان د بیان ازادۍ په نوم له اسلام سره د دښمنۍ کارټونونو خپرول غندي او بايد له داسې کړنو لاس واخیستل شي»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي، د کرکې او نفرت تخمونو د کرلو له امله به ټولنه نوره هم سره ووېشل شي او ډېرې ناوړې پایلې به ولري.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د فرانسې له لوري د بیان ازادۍ په نوم د کارټونونو خپرول غندلي او د فیسبوک له مشر مارک زوکربرګ څخه يې غوښتي، چې د مذهبي مقدساتو د سپکاوي مواد باید په فیسبوک خپاره نشي.

ښاغلي خان زياته کړې:«په ټوله نړۍ کې د دې کارټونونو له امله د غم او خفګان اظهار کيږي او د فرانسوي ولسمشر غیر مسؤولانه څرګندونو پر دې اور نور تېل هم وشيندل.»

د پاکستان ملي اسامبلۍ او د مشرانو جرګې هم د رايو په اتفاق د فرانسې له لوري د کارټونونو خپرول غندلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x