ورزش

فرانسوي مسلمان لوبغاړي له لوبډلې د استعفا خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې فوټبال وتلې څېرې او مسلمان لوبغاړي پاول پوګبا هغه راپورونه رد کړل چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اصلام ضد څرګندونو په تړاو د فرانسې فوټبال لوبډلې د استازیتوب څخه یې استعفا کړې.

د مانچسټر یونیټډ لوبډلې مشهور ستوري د خپل انسټاګرام له لارې دغه خبرونه بې اساسه بللي او وایي، «نه خو ما داسې څه ویلي او نه مې لا په دې اړه فکر کړی».

پاول پوګبا په هغو راپورونو غبرګون وښود چې د ځینو عربي رسنیو له لورې د دوشنبې په ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د فرانسې ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې هغه د فرانس فوټبال لوبډلې څخه استعفا کړې ده.

مسلمان لوبغاړي پر دغو راپورونو خپګان ښکاره کړی او رسنۍ تورنوي چې غیر مسئوله راپورونه خپروي، د پوګبا په وینا چې هغه د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ مخالفت کوي، خو رسنۍ د خپلواکۍ څخه سرغړونه کوي او فکر نه کوي چې دا به د چا په ژوند څه اغیزه لري.

دا په داسې حال کې چې د تیرې جمعې په ورځ د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اسلام ضد څرګندونې وکړې، د نوموړي دغې څرګندونو په اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپارول. د قطر، کویت او ترکیې په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو د فرانسې توکو سره پریکون اعلان کړ.

View this post on Instagram

So The Sun did it again… absolutely 100% unfounded news about me are going around, stating things I have never said or thought. I am appalled, angry, shocked and frustrated some “media” sources use me to make total fake headlines in the sensible subject of French current events and adding my religion and the French National Team to the pot. I am against any and all forms of terror and violence. My religion is one of peace and love and must be respected. Unfortunately, some press people don’t act responsibly when writing the news, abusing their press freedom, not verifying if what they write/reproduce is true, creating a gossip chain without caring it affects people’s lives and my life. I am taking legal action against the publishers and spreaders of these 100% Fake News. In a quick shout out to The Sun, who normally could not care less: some of you guys probably went to school and will remember how your teacher said to always check your sources, don’t write without making sure. But hey, seems you did it again and on a very serious topic this time, shame on you! #fakenews #AllezLesBleus @equipedefrance

A post shared by Paul Labile Pogba (@paulpogba) on

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x