افغانستان

کندوز کې اربکیانو ۵ ماشومان وژلي

نن ټکی آسیا: د کندوز په علي آباد ولسوالۍ د لاله میدان نومې سیمه کې اربکیانو ۵ ماشومان شهیدان کړي.

د راپورونو په اساس اربکیانو سهار وختي شاوخوا ۶ بجې د ولسي خلکو په کور راکټي برید وکړ. په دغه برید کې ۳ ښځې ټپيانې شوي.

طالبان وايي چې اربکیانو دغه برید تر هغې وروسته وکړ چې د دوی سره په جګړه کې دوی ته درانه تلفات واوښتل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې …« امنيتي کسانو د امریکايانو څخه په پيروي دا عادت زده کړی چې کله برید پرې وشي ، نو عام خلک او کورونه تر اور لاندې نيسي او په دې ډول د خپلو تلفاتو کسات له ملکي وګړو اخلي.»

دا لومړی ځل نه دی چې اربکیان عام وګړي وژني بلکې تر دې دمخه یې هم څو واره عام وګړي وژلي او ټپي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x