افغانستان

پاکستان افغان محصلينو لپاره د علامه اقبال بورسونو دوهمه برخه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د لوړو کمېسيون «HEC» افغان محصلينو لپاره د علامه اقبال په نوم د بورسونو «وړيا زده کړو» دوهمه برخه اعلان کړې ده.

افغان محصلين کولی شي، چې پاکستان کې د لوړو زده کړو د چانس ترلاسه کولو لپاره په لاندې ادرس خپل غوښتنليکونه وسپاري.

https://pakafghan.hec.gov.pk/

د غوښتنليکونو د سپارلو وروستۍ نېټه د راتلونکو نومبر مياشتې ۳۰م تاريخ ښودل شوی دی.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسيون له لوري په خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې بورسونو لپاره د غوښتنليک وړاندې کوونکی بايد د ۱۲ ټولګي او يا هم معادل سند ولري او لږ تر لږه ۷۵ سلنه نومرې يې ترلاسه کړي وي.

په بورسونو کې به د وروسته پاتې سيمو تکړه محصلينو ته لومړيتوب ورکول کيږي.

په دغو بورسونو کې سل سيټه د ښځينه محصلاتو لپاره ځانګړي شوي دي.

په دې بورسونو کې د ليسانس، ماستري او دوکتورا لپاره محصلين منل کيږي، چې ټاکلی تعليمي بهیر او اصولي مراحل يې پای ته رسولي وي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسيون وايي، دوی حق لري، چې بورس کينسل يا لغوه کړي، پرته له دې، چې څوک ترې دلیل وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x