افغانستان

طالبان: «کابل اداره» د داعشي ملېشو په توسط د کېدونکو «جنایتونو» له لارې د ناټو همدردي خپلول غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د کوثر دانش په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې چاودنې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل او پړه يې داعش ډلې په غاړه واخیسته؛ طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې حکومت د داعشي ملېشو په مټ «جنایتونه» ترسره کوي او په دې توګه  غواړي د غرب او ناټو همدردري را جلب کړي.

د ورځې خبره تر نامه لاندې د طالبانو له ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې تبصره کې راغلي، چې حکومت وړمه ورځ د کابل په دشت برچي کې د داعشي ملیشو په مټ پر یوه ښوونیز مرکز برید ترسره کړ او پړه یې پر طالبانو واچوله او تر هغه وړاندې یې په تخار کې جومات بمبار کړ او په خپل برید یې سترګې پټې کړې.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې دا ډول کړنې د حکومت فریبونه دي، چې اوس یې ولس په حقیقت باندې پوهېدلی «د اسلام او افغانستان دغو غلیمانو ته دې جوته وي چې تاسي نور د محوې او نابودۍ د کندې په څنډه ولاړ یئ د مکر او فریب ټول دامونه او لومې مو شلیدلي او له منځه تللي دي، خپلو بادارانو درنه عملاً لاس اخیستی او د افغان مظلوم ولس په مینځ کې هېڅ ځای او خواخوږي نلرئ؛ که چېرې تاسې دا فکر کوئ چې له دې وروسته به په دا ډول جعلي پلمو او د داعشي ملیشو په توسط د ترسره کوونکو جنایتونو په مټ به یوځل بیا د غرب، امریکا او نورو هیوادونو همدردي راجلب کړئ او یا به د افغانانو یو څه ملاتړ ترلاسه کړئ، دا به مو هسې خوب او خیال او تش جنون وي چې هیڅ ګټه به درته ونکړي.»

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې دوې ورځې وړاندې د کابل په هغه برخه کې چې زیاتره شیعه هیوادوال پکې اباد دي؛ چاودنې ګڼ شمېر زده کوونکي مړه او ژوبل کړل.

د برید پړه که څه هم داعش ډلې په غاړه واخیسته؛ خو حکومتي چارواکو طالبان پکې دخیل وبلل.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي، چې نور په افغانستان کې د داعش کوم مرکز شتون نه لري او ملي امنیت د هغوی له نوم په استفادې بریدونه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x