افغانستان

خوست کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز تر موټربم وروسته برید روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت مرکز کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز د موټربم درنه چاودنه او ورپسې وسله وال برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د خوست ولایت مرکز مجاهد څلور لارې ته څېرمه د پولیسو د ځانګړې قطعې پر مرکز موټربم چاودنه او ورپسې وسله وال برید شوی.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې  تردې دمه ۲ تنه مړه شوي او د ۹ ملکیانو په ګډون ۲۳ تنه نور ټپیان دي.

د آرین په خبره امنیتي ځواکونو یاد مرکز ته د بریدګرو د ننوتلو مخه نیولې؛ خو لاهم هلته د  ځانګړو ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x