افغانستانسولې اړوند خبرونه

هند: د افغانستان په اړه پرېکړې باید د افغانانو له لوري وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل):  د هند د بهرنیو چارو وزیر «جي شنکر» وایي، د افغانستان د سولې او راتلونکي په تړاو ټولې پرېکړې باید د افغانانو له لوري د تفاهم په صورت کې وشي او په دې برخه کې زور ونه کارول شي.

جي شنکر دغه څرګندونې له خپل امریکایي سیال «مایک پمپیو» سره د لیدنې په مهال کړې.

د هندي رسنیو د راپورونو په اساس په دې لیدنه کې پمپیو او جي شنکر د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې او ثبات په اړه هم غږېدلي او په مهال یې مایک پمپيو د افغانستان په اړه خپله پالیسي واضح کړې او هندي چارواکو ورسره خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د جګړې د شدت په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې جګړه باید کمه شي او د افغانستان د راتلونکي په تړاو ټولې پرېکړې باید د افغانانو په لاس د زور له کارونې پرته وشي.

هند او امریکا داسې مهال د افغانستان د سولې او ثبات په اړه غږېږي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي؛ خو د ځینو اختلافي موضوعاتو له امله پکې پرمختګ نه دی شوی او د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو لا هم د ناستو د طرزالعمل په اړه پرېکړه نه ده شوې.

هند تر دې دمه د افغانستان د سولې په پروسه کې له مخامخ ښکېلېدو ډډه کړې؛ خو له کابل حکومت سره یې نظامي مرستې روانې ساتلې.

ورته مهال طالبان بیا وايي، د هند په ګډون له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نور هیوادونه وګواښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x