افغانستان

مشهور دیني عالم شیخ رحیم الله حقانی له یو خونړي برید څخه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار ته څېرمه دارالعلوم زبیریه کې پر مشهور دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني خونړۍ چاودنه شوې، چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی دی.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د خیبرپښتونخوا ایالت پېښور ښار دیر کالونۍ اړوند دارالعلوم زبیریه دیني مدرسې ته څېرمه «سپین جومات» کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې شیخ رحیم الله حقاني د وړې دورې طالبانو ته (موقوف علیها) د مشکوة شریف درس ویلو، چې د جومات منځ کې چاودنه وشوه.

د پېښور د پولیسو د تحقیقاتو مشر منصور امان ډان نیوز ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې له ۵ څخه تر ۶ کیلو پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي، کوم چې له وړاندې نه په درسي تالار کې ځای پرځای شوي وو.

د عطاء الحق «حنفي» په نوم د پېښې یو عیني شاهد او د یادې مدرسې طالب العلم رسنیو ته ویلي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنه «شهیدان» شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان دي؛ خو په خپله شیخ رحیم الله حقاني له چاودنې روغ وتلی دی.

په ورته مهال د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمدعاصم ډان نیوز ته ویلي، چې له دغې چاودنې څخه ۷ جسدونه او ۷۰ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي او په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

دیني عالم او د حنفي مذهب مناظر چې د دورة الصغریٰ(موقوف علیها) درس کوي، په افغانستان او پاکستان کې سلګونو زره پیروان لري.

باید وویل شي تردې وړاندې هم پر شیخ رحیم الله حقاني هم وسله وال برید شوی ؤ، چې هغه مهال سخت ټپي شوی ؤ؛ خو له یو کلنې درملنې وروسته یې بیرته خپلو درسونو ته مخه کړې وه او دا مهال ورسره شاوخوا ۱۴۰۰ طالبان په دیني زده کړو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسو الله الرحمن الرحيم ط په دارلعلوم زبيريه کي د جاوديدونکو توکو په الله سبحان وتعالی دي د شهدانو شهادت قبول ولري ټپپانو ته دي عاجله شِفأ ورکړي . زه جي د دروند عالم شيخ رحيم الله صاحب بيانونه او ماظري په ‌‌‌‌‌‌ډيره ميته سره اورم . ددي چاودني عاملين هغه کسان بولم کوم جي د ده دمناظري مخاطب دي ، د جاوديدونکو موادو معلوم الحال عاميلينو دا هم په ګوته کړه جي : چي شيخ القرآ ن والحديث ثاني امام البخاري او د اکوړه خټک حقانيه مدرسي مشر شيخ سميع الحق هم دوی په شهادت رسولي دي . او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx