افغانستان

یوناما: د حکومتي عسکرو له لوري اوښتونکي ملکي تلفات پنځه ویشت سلنه زیات شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ خو بیا هم په هیواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه نه ده راټيته شوې.

د یوناما د راپور په بنسټ، د روان کال په لومړیو نهه میاشتو کې ۵۹۳۹ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له منځه یې ۲۱۱۷ تنه وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپيان دي او په دې توګه افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د خونړیو هیوادونو په قطار کې راځي.

د یوناما له قوله، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ټولو تلفانو ۳۱ په سلو کې ماشومان او ۱۳ په سلو کې ښځي دي.

راپور کې وړاندې زیاته شوې، چې د حکومت عسکر یا «ملي اردو»  د درویشت سلنه ملکي تلفاتو مسئولین دي او د هغوی له لوري ولسي وګړو ته د اوښتونکو تلفاتو په شمېر کې پنځه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی.

د یوناما د موندنو په بنسټ، د دولتي عسکرو له لوري د اوښتونکو ملکي تلفاتو زیاته برخه د توپچي او په ځانګړي ډول هوایي بریدونو له امله ده چې د موندنو په اساس د تېر کال په پرتله د هوایي ځواکونو له لوري د اوښتونکو ملکي تلفاتو په کچه کې اویا سلنه زیاتوالی راغلی.

یوناما ددې تر څنګ ویلي، چې طالبانو ته د منسوب شویو ملکي تلفاتو په شمېرو کې ۳۲ سلنه کموالی راغلی او لامل یې د مخامخ جګړو او سرتېرو بریدونو کموالی دی.

د یوناما ماموریت مشرې «دیبورا لاینز» په ملکي تلفاتو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې باید د جګړې ښکېل لوري د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي «د ملکیانو د ژوند د ساتنې لپاره نوی فکر کول او جدي ګامونه به نه یوازې په زرګونو کورنۍ له غم او رنځ څخه وژغوري، بلکې کولی شي د متقابلو تورونو په کمولو کې مرسته وکړي او پرځای یې د مذاکره کونکو ترمنځ د باور او اعتماد په زیاتیدو کې مرسته وکړي.»

دغه موندنه داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته که څه هم په لویو ښارونو باندې د طالبانو پیچلي ډله ییز بریدونه درول شوي؛ خو په لیري پرتو او کلیوالو سیمو کې د حکومت بمبارۍ لا هم روانې دي.

درې ورځې وړاندې د حکومت الوتکو په تخار ولایت کې یو مسجد بمبار کړ، چې له امله یې دیارلس تنه ماشومان ووژل شوي او د هغوی د ښوونکي په ګډون اتلس تنه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x