نظــر

ټرمپ ته د جیمي کارټر نصیحت

نوراحمد نور

جیمی کارټر د امریکا ۳۹  اولس مشر و، دی له ۱۹۷۷ څخه بیا تر ۱۹۸۱ پوري د دنیا د سپر پاور مشر و. کارټر په ۱۹۲۴ کې د جارجیا په یوه کوچني کلي پلینز (Plains) کې زیږېدلی دی، له زمیندارې کورنۍ سره تعلق لري، پلار یې موم پلۍ کرلې، دی په ځوانۍ کې په سمندري فوځ کې برتۍ شو، د پلار له مرګ وروسته یې کرکیلې ته مخه کړه او ده هم د موم پلیو کرنه پیل کړه.

په شپږمه لسیزه کې په امریکا کې د تور پوستو د حقوقو خوځښت پیل شو، جیمي کارټر د تور پوستو د (حقوقو) لپاره د سیاست میدان ته ودانګل او بیا یې کله هم شاته ونه کتل، د جارجیا والي شو او همداسي وړاندې روان و تر دې چې د امریکا اولس مشر شو.

دی په ۱۹۸۱ کې د دوهم ځل لپاره منتخب نه شو او همدلته د ده سیاسي کیریئر ختم شو مګر له دې ناکامي وروسته یو نوی جیمي کارټر راڅرګند شو د پلینز کوچني زمیندار د کارټر سینټر په نامه این جی او(موسسه) جوړه کړه او د ټولنې د اصلاح او ګټو لپاره یې کار پیل کړ، دا زمانه یې د اولس مشرۍ تر دورې ډیره ارزښتناکه ثابته شوه، په ګرده نړۍ کې مشهور شو تر دې چې په ۲۰۰۲ کال کې د امن نوبل جائزه ورکړل شوه، د نوبل جائزې تر لاسه کولو وروسته د جیمي کارټر د خدمتونو کیریئر هم ختم شو او اوس نو داسي ښکارېده چې دی باید ریټائر (تقاعد) شي مګر له همدې ځایه یو څلورم جیمي کارټر راڅرګند شو او دی استاد جوړ شو.

جیمي کارټر د خپل کلي ورکوټی چرچ خوښ کړ او هلته یې د یک شنبې په ورځ لیکچر ورکول پیل کړل، بیخي تعجبه کوي ۹۶ کاله عمر لري او د امریکا د تاریخ تر ټولو سینئر(مشر) اولس مشر دی مګر د ده د لیکچر لپاره دوه میاشتې مخکې نوملیکنه کیږي، په چرچ کې یوازې د دیرشو څلوېښتو کسانو ګنجایش شته مګر هره یکشنبه دلته څلور سوه کسان راټولیږي او د جیمي کارټر له دانشمندي، پوهي څخه خوند اخلي.

جیمي کارټر څه وخت وړاندې په خپل یوه لیکچر کې د امریکې د اوسني اولس ډونلډ ټرمپ د یوه ټیلیفون یادونه وکړه، ده وویل:  ډونلډ ټرمپ ماته ټیلیفون وکړ او پوښتنه یې وکړه: محترما! چین په ډیره تیزي سره د نړۍ پر معیشت ولکه کوي، موږ یې څه ډول مخه نیولای شو؟ ما ټرمپ ته ځواب ورکړ:  ته تر ټولو وړاندې دې ته ځیر شه چې چین دا پر مختګ په څه ډول وکړ؟ ټرمپ وپوښتل: محترما! څنګه؟ ما په ځواب کې ورته وویل: چین یو سمارټ هیواد دی، په تیرو څلوېښتو کلونو کې یې نه کوم جنګ کړی او نه یې د نړۍ په کوم بل نظامي جنجال کې ځان ښکېل کړی، په داسي حال کې چې موږ له څلوېښتو کلونو راهیسي مسلسل په جنګونو اخته یو.

موږ له شوري اتحاد سر اوږد سوړ جنګ( کولډ وار) وکړ، له کیوبا او وینزویلا سره هم اخته شوو، موږ افغانستان، عراق او لېبیا ته هم د جنګ لپاره ور ودانګل، له ایران او کویټ سره هم په جنجال کېوتي یو او موږ په یوګوسلاویه او مشرقي تیمور کې هم نښتي وو، نو له همدې امله زموږ توجه له اقتصاد څه اوښتې وه، او موږ په یو جنګ غوښتي اولس بدل شوو.

محترم اولس مشره! په یاد لره چې د د نړۍ هیڅ  هیواد هم د دومره جنګونو بار نه شي اوچتولای، لهذا زما مشوره دا ده چې که د چین سره مقابله کوي نو بیا د چین پر نقش قدم ولاړ شه، جنګونه او جنجالونه ختم کړه او یوازې اقتصاد ته توجه وکړه، بیا به د چین سره د مقابلې وړ وګرځې.

همدا د کارټر مشوره ده چې ټرمپ وایي: تر کرسمس پوري به خپل عسکر له افغانستانه باسم ځکه د افغانستان جنګ امریکې ته له اقتصادي پلوه ډیر زیان اړولی دی او بالاخر دا دی ټرمپ د اقتصاد د قوي کولو لپاره له دې اقتصاد ځپونکي جنګه لاس اخلي او نور نو د سرېښو له ډنډه ځان باسي خو که د کابل ادارې پرېښود هغه ځان خلاسوي او د کابل اداره پسې نښتې ده چې یا نه به وځئ دلته د کورنۍ جګړې ویره ده وغیره وغیره.

مګر د کابل ادارې دا خواري هسي اوبو ته د خوب تیرولو په معنی دي ځکه یو خو د کابل ادارې مشران او چارواکي ټول امریکا ښه پېږندلي دي چې یو هم پکې د کار سړی نشته او بل ټرمپ اوس هوښیار شوی دی د خپلو اکابرینو خبرو ته غوږ نیسي او عمل ورباندې کوي د کارټر مشوره خامخا عملي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x