
د صدام حسین مرستیال او د بعث ګوند مشر (عزت ابراهیم الدوري )وفات شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل):عراقي رسني خبر ورکوي چي د صدام حسین نیږدي ملګری او د بعث ګوند مشر عزت ابراهیم الدوري تیره ورځ( ۲۶ اكتوبر) د ۷۸ کلونو په عمر وفات شو .
عزت الدوري د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین مرستیال ، د فوځ مشر او د بعث ګوند د شورای غړی او لوړ پوړی چارواکی پاتي شوی.
نوموړی د صدام حسین تر اعدام وروسته د بعث د ګوند له لوري عمومي مسؤل وټاکل شو .
په عراق د امریکا له حملي وروسته يي تر ډيره مودي پورې د فعالیت کوم راپور نه وو .
د ۲۰۱۳ او ۲۰۰۱۶ میلادي کلونو تر منځ يي څو غږیږ او ویډیويي پیغامونه نشر کړل ، نوموړي په خپلو پیغامونو کي د امریکا او د عراق د حکومت په خلاف جنګیدونکو د مقاومت په وسلوالو سني ډلو غږ کړی وو چي د عراق د حکومت په خلاف سره یو شي .
د داعش ډلي د عروج په مهال نوموړي ددي ډلي متحد وو ، په ۲۰۱۴ میلادي کال کي صوتي پیغام نشر کړ او د عراق حکومت يي وګواښه چي موږ د بغداد دروازو ته ولاړ یو . وروسته يي له داعش ډلي سر خپل ایتلاف ختم کړ . د داعش ډلي د نوموړي ګڼ شمیر وسلوال ملګري ونیول.