نظــر

دتاوتریخوالی سرچینه – نعمت الله اسحق زی

داچی ولی انسانان په تاوتریخوالی لاس پورې کوي شاید بیلابیل ټولنیز دلایل ولری. په ښکاره توګه هغه څه چی په ټولنه کی انسانان دی ته اړباسی چی تاوتریخوالی ته مخه کړي بیل بیل پوښتنی رامنځ ته کیږي چی د علمي دلایل ترځنګ بیلابیل ټولنیزعوامل هم وجود لری چی انسانان وجګړی اوتاوترخوالی ته هڅه وی .

اوس مهمه ده چی دموضوع دسپړنی لپاره د یو شمیرعلماوو نظریات شریک کړو ځکه شاید ددوی نظریات دموضوع اساسی مینځ ته مونږ ورسوی.

ارواپوهان ، فزیولوژیستان  اوټولنپوهان  هم دموضوع په اړه پوښتنی مطرح کړی او د تاوریخوالی د اصلی  لاملونه په هکله یی ګڼی څیړنی ترسره کړی دی او پوښتی دی چی آیا تاوتریخوالی دانسان د زیږندی سره یوځای پیداشوی او که نه تاوترخوالی هم د نورو انسانی کړنی په شان یو ټولنیزه اکتسابی رفتار دی چی د عمر په بهیرکی انسانان د ټولنی څخه په اغیزمنتوب ترلاسه کوی اوبیا تاوتریخوالی ته مخه کوی . هغه نظریات چی هم خپل پلویان لری اوهم مخالفین .

له دی ډلی نه چی د تاوتریخوالی د ټولنیزی برخی سره مخالف نظر لري هغه د لودیځ فلسفی دوه تنه نوموتي سیاسی څیرې هابز او ماکیاولی دی .

هابز او ماکیاولی پدی نظر دی چی جګړه او تاوتریخوالی د انسانانو د فطرت او بشری خواصو یوه برخه ده چی دورکیدو نده ، دا چی انسان تاوتریخوالی ته لمن وهی اوجګړه کوی پدی خاطر چی انسانان دی دا کارکوی .

ددوی په باور انسانی طبیعت ددی تقاضا کوی چی انسانان په ټولنه کی تاوتریخوالی ترسره کړی ، او دارنګه کړنه کومه د حیرانتیاخبره نده .اما یو شمیرعلماو بیا د پورتنی نظریاتو پرخلاف نظرلری او وایی چی تاوتریخوالی او جګړه یو ټولنیز نښه ده چی انسانان یی دژوندانه تکامل په بهیرکی ترلاسه کوی او د یو اکتسابی کړنی په توګه د یوی انسانی ټولنی نه بلی انسانی ټولنی ته دمیراث په توګه انتقال مومی ، بله دا چی دانسانانو ترمنځ د فایدی و مالکیت دحس انحصاری قوه ده چی ددی باعث کیږی  چی انسان خپل منځی اخ و ډب ته دوام ورکړی ددوی په باور هابیل لومړی انسان وو چی دخپل سکه ورور دحسادت او کینی قربانی شو او دا د تاوتریخوالی دهغه بیلګه ده چی تراوسه دانسانانوپه مینځ کی دیو نه ورکیدونکی رفتار په توګه پاته شوی او ترڅو چی ټولنه وي، انسانان وی نو تاوتریخوالی اوجګړه به هم شتون ولری.

همداراز لیدل کیږی چی انسانی تاریخ هم د پیړیو پیړیو راپدیخوا دجګړو او تاوتریخوالو شاهد وو ،داسی یوتاریخی څنډه به پیدانشی چی په هغه کی دانسانی ډلوترمنځ د ګټو او منافع پرسر انسانانو خپل مینځ کی جګړی او اخ و ډب نه وی ترسره کړی. انسانی تاریخ ته په پام بیا تردی مهاله ، ډیره هڅه شوی چی دانسانی ټولنی دسمون اونظم په خاطر د همکاری فضا رامنځ ته شی او په نړی کی دجګړی او خپل سریو مخه ونیول شی اما ټولی هڅی تر زیاته بریده پدی برخه کی ناکامه پاته شوی دی .
دچین ، روم ، مصر ،یونان ،فارس او نورو تمدونونو شالید ته په پام لیدل کیږی چی بشری پیړیو د انسانی ځانی غوښتنو او غرایزو پر سر به زرګونو انسانان له مینځه وړی ویرونکی جګړی یی ترسره کړی ، داسی بشری ، جنایات ،بشرحقونو تیروتنی ترسره کړی چی ټول تاریخ پری شاهد دی .

سره له ټولو انسانی تاوتریخوالی او ځان ځانی ، دجګړی دمخنیوی او انسانی سالمه خوندی ژوندانه په موخه هم زیاتی هڅی شوی دی .

په پخوانی یونان ، مصر اوایتالیا کی داسی لومړنی انسانی ټولنی وی چی په خپل مینځ کی د تاوتریخوالی دمخنیوی اساسات رامنځ ته کړه دغو ټولنو زیار ایستی چی په مصر، یونان او پخوانی ایټالیا میشتو قبایلو ترمنځ د امن اوسالمه ژوند فضا خوندی وساتی او د تیری او جګړی پرمهال یی مخنیوی وکړی .

لنډه دا چی  د نړیواله ټولنی نه بیا دملګرو ملتونو د سازمان دبی دریغه او نړیوالو هڅوسره سره بیا هم جګړه او تاوتریخوالی  دوام لری لیدل کیږی چی بیلابیلو انسانی ډلی دخپل سیاسی ، ایډیولیژیکو ،سازمانی او استعماری موخو ته د رسیدلو په خاطر جګړه کوی اوپه زرګونه ماشومان ، ښځی او بی ګناه انسانان په پرمختللی وسایلو له مینځه وړی .

پایله یی داده ترڅو چی د انسان انسانی غرایز وی جګړه او تاوتریخوالی به هم ورځ تربلی زیاتیږی تنها شونی کارچی ، د دولتی او نړیوالو سازمانونو او قدرتونو له خوا ترسره کیدای شی هغه د تاوتریخوالی د کچی دلوړیدا څخه مخنیوی هغه سوله ایزه هڅه ده چی کولای شی نړیوال نظم  دقدرتونو د مسقیمی اغیزی څخه خوندی وساتی.

نعمت الله اسحق زی
بهرنیوچارو وزارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد یوسف

ډیره پر ځای او د معلوماتو څخه ډکه لیکنه وه اسحاقزی صاحب٬ د دی لیکنی په لوستو سره د پوهنتون دوری په یاد وولیدم.

الحاج استاذ بیانزی

اسحق زی صاحب ، دیره مننه ، دیره شکلی لیکنه دی لیکلی ولی یوه خبره چه زه به یی دریادوم ، لیکنه ، تشخیص او یا ډایګنوس دی نیمګړی پریښی ، تاسی د هوګو پوګو دوی خبری رااخستی جه ناسمی نه وی ولی د اسلام له مخی دی په دی نظر نه دی اچولی دا یواځی الهی نظام او دین دی چه د تاو تریخوالی اصلی علت او عامل په ګوته کوی او هم یی د حل لیاره ، چه د انسانانو تر منځ تاو تریخوالی څرنګه لیری شی او انسانان د انسانیت په معنی د یو بل سره خوا… نور لوستل »

wita

جناب اسحاق زی صاحب بسیار مطلب جالب بود.
موفق باشن.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x