افغانستان

طالبان: یوناما د جنایي پېښو او د عسکرو په بریدونو کې رامنځته شوي تلفات موږ ته منسوب کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» طالبان د ۴۵ سلنه ملکي تلفاتو مسئول وبلل؛ طالبانو یاد راپور رد کړی او د «دښمن» د استخباراتي سرچینو د معلوماتو په اساس جوړ شوی یې بللی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د یوناما په راپور کې د ۴۴ سلنې ملکي تلفاتو پړه د اسلامي امارت په مجاهدینو اچول شوې، په داسې حال کې چې په جزئياتو کې يې جنايي پيښې، حتی د کابل د ادارې لخوا ترسره شوي بریدونه هم د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوب کړي دي. موږ دغه راپور ردوو، د اسلامي امارت مجاهدین هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفرته ټيټه کړي او یوځانګړی کمیسیون په دې موضوع باندې په جدیت سره کار کوي.»

خبرپاڼه کې د دولتي عسکرو وروستیو بریدونو او بمباریو ته اشاره شوې او هغوی د ملکي تلفاتو اصلي لاملین بلل شوي « د ملکي تلفاتو اصلي عامل چې ټول ملت يې د سر په سترګو ګوري، د دښمن لخوا هوايي بریدونه، په کلیو او کورونو باندې ډي سي توپونه او هاوانونه ویشتل، د اربکیانو لخوا د خلکو سره زور زیاتی او د دښمن لخوا په ملکي ځایونو باندې حملې دي چې په دې وروستیو کې په تخار، کندوز او یوشمیر نورو ولایتونو کې په مسجدونو او د اولسي خلګو په کورونو ړندې بمبارۍ یې تازه پيښې دي چې په لسګونه تنه ماشومان، ښځې او نارینه پکې شهیدان او ټپيان شول.»

طالبانو ددې تر څنګ یوناما ته وړاندیز کړی چې په «دقت او ريښتنولی» کار وکړي، د ملکي تلفاتو موضوع د سیاسي فشار په توګه ونه کاروي او د راپور په ترتیب کې د «دښمن له منابعو» استفاده ونکړي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي چې یوناما په خپل تازه راپور کې وویل، طالبانو ته منسوب ملکي تلفات که څه هم دوه دېرش سلنه راټيټ شي خو لا هم هغوی د ۴۵ سلنه تلفاتو مسئولین دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یوناما د کفارو له خوا د هغو دګټو لپاره جوړه سوی ده .
د اسلام دښمنی کفری موءسسی په سترګه باید ورته وکتل سی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x