
د بنګله دیش ملایانو ته د افغان ملا څو خبرې
زخمي افغان
پرون مې یو خبر ولید چې د بنګله دیش هیواد ځینو ملایانو هم له طالبانو غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او د کابل غرب زده ادارې ته ورتسلیم شي.
له ځان سره مې وویل چې که د کابل ادارې درباري عالمان وخت نا وخت د جهاد د نامشروعیت فتواګانې ورکوي او یا له طالبانو د تسلیمۍ خواستونه کوي، خو ډېر ملامت ځکه نه دي چې تر اوسه یې د سیکولریزم تر بشپړې واکمنۍ لاندې د محکومیت او مظلومیت تجربه تر سر نه ده تېره شوې. دا چې د اشغالګرو او کابل ادارې په وړاندې جهادي قیام روان دی نو اشغالګر او لاسپوڅي یې هم له اسلام سره مخامخ دښمني نه اعلانوي حتی کله خو د دیانت نمایشونه هم کوي لکه اشرف غني چې د ولسمشر کیدو لپاره ږیره لویه کړه او د لمانځه او عمرې د انځورونو خپرولو ته یې زور ورکړ.
اما د بنګله دیش عالمان چې دا څو لسیزې ورباندې د سیکولر واکمنو چپه میچنې چلیږي او د ولس دیني هویت یې له زوال سره مخامخ دی، دوی خو باید افغانانو ته د سیکولرزم خطرات بیان کړي وای او په اسلامي نظام د ټینګار توصیه یې رالیږلې وای.
دلته غواړم د یوه افغان ملا په حیث د بنګال له همغو عالمانو سره څو خبرې ولرم چې موږ ته له خپلو مبادئو څخه د تنزل توصیه رالیږلې وه.
د بنګله دیش عالمانو!
موږ پوهیږو چې تاسو یو آرام هیواد لرئ، ستاسو په هیواد کې د دینپالو او بې دینو تر منځ نزاع نشته، ځکه تاسو دینپالو د سیکولرانو په وړاندې یو اړخیز تنزل کړی، نظام او واکمني مو بې دینه واکمنو ته ور پرې ایښي او مقابل کې هغوی تاسو ته یوازې د ژوند حق درکړی دی.
ستاسو دې موقف شاید په دنیوي او مادي لحاظ تاسو ته ګټه رسولي وي. مګر دا چې تاسو هم دیني عالمان یاست او زه هم د یوه ملا له موقفه درسره غږیږم نو راځئ دې موضوع ته له دیني او معنوي اړخه نظر وکړو ځکه د اسلام له رویه اصلي معیار همدا دی.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې د بنګالي اسلامپالو د تنزل او تسلیمۍ له امله د بنګال ولس ته خورا ستر معنوي زیانونه رسیدلي دي. دا سیمه چې یو وخت د علم او دیانت ټاټوبی بلل کیده او د نواب سراج الدولة په زمانه کې د انګریزي استعمار په وړاندې د نه ماتیدونکي جهادي سنګر حیثیت یې درلود اوس بنګال ستاسو د بې غورۍ له امله د سیکولرزم ( بې دینۍ) په یوه مثالي هیواد بدل شوی دی.
د بنګله دیش ۹۰ فیصده خلک مسلمانان دي خو د قانون له مخې دا هیواد سیکولر بلل کیږي. غربي استعمار بنګال له هره اړخه داسې ځپلی چې بنګالیانو ته یوازې نومونه اسلامي ورپاته دي. قانون انګریزي، تعلیم انګریزي، فرهنګ انګریزي، لباس انګریزي او حتی ژبه یې دومره له انګریزي متأثره شوې چې اوس ورته بنګالي نه بلکې بنګلش ویل کیږي.
عام بنګالیان چې موږ لیدلي مسلماني یې یوازې له نوم څخه معلومیږي نور د اسلام د اساسي رکن لمانځه په شمول هیڅ اسلامي عمل او خوی ته هم عملي تعهد نه لري. بنګله دیش د اسلامي نړۍ یو له ګڼ نفوسه هیوادونو څخه دی خو په علمي، دعوتي، جهادي او نورو دیني برخو کې یې ونډه خورا کمه ده.
د اسلامپالو د محکومیت یې دا حال دی چې سیکولر واکمن د هیواد په سطحه د تر ټولو ستر اسلامي ګوند ( جماعت اسلامي) مشر په ډیره آسانۍ رانیسي او اسلامپالو ته د زور ښوولو په نیت یې غرغره کوي. او عالمان یې ستاسو په شان د واکمنو سیکولرو په لاس کې لویدلي دي او هغوی د غیر دیني مقاصدو لپاره د وسیلې کار ترې اخلي.
دا چې تاسو عالمان یاست د اسلام په معنی پوهیږئ او د حق او باطل د تلپاتې معرکې او الهي آزموینې حقیقت در معلوم دی، نو د دې پر ځای چې د واکمن سیکولرزم په فرمایش مسلمانانو ته دین غلط تعبیر کړئ او امت د ابدي زوال او سقوط په ګړنګ وربرابر کړئ ښه دا ده چې یا خو د حق په اظهار سره خپل مسؤلیت اداء کړئ او یا لطفا چوپ پاتې شئ.
کله چې د کفارو د یرغل، تجاوز او غلبې وخت وو او زموږ په مسلمان ولس د ناروا اشغال میچنې چلیدلې، تاسو ټول غلي وئ او هیچا دا نه ویل چې دغه تجاوز ناروا او ظالمانه دی. مګر اوس چې موږ د خپلو وینو په قربانۍ جهادي مبارزه راژوندۍ او د بریا په مسیر برابره کړه او د مجاهدینو د غلبې موسم راغی نو دا دی تاسو د غفلت له بړستنو سرونه را وایستل او د فتواګانو او اعلامیو لړۍ مو پیل کړه.
لطفا لکه څنګه چې پرون غلي وئ نن هم غلي پاته شئ. د حق او باطل په مقابله کې د باطل اړخ مه نیسئ.
موږ نه غواړو چې ستاسو په شان د بې رحمه سیکولرانو رحم و کرم ته ځان وسپارو او نسل په نسل یې په دین او دین پالو د مسخرو ننداره وکړو. موږ غواړو خپل اسلامي وطن په اسلامي رڼا روښانه وساتو او د یرغل له اغیزو یې تصفیه کړو.
ټول بنګلدیش تبلیغیان دی کنه اکثر خو یی تبلیغیان دی. د تبلغیانو داسی نرم او پوست کار وی!!.
تاسی یوازی او یوازی د پنجاب ملایان منی نور ټول ستاسی په نزد کفار دی
جزاک الله خیر
ډیره ښکلې لیکنه اوخوندور ځواب دغرب ترتاثیر لاندی مسلمانانو ته قلم د تانداوسه الله دزموږ په هیواد کی یوتلپاتی اسلامی نظام او سراسری سوله قایمه کړی