افغانستان

زابل کې د ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په  مرکز  «قلات ښار» کې د ولسي وګړو لېږدوونکی یو موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شوی، چې له امله یې یوولس ولسي  وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د زابل د والي ویاند وایي، پېښه نن ماسپښین درې بجې شاوخوا د مرکز  «قلات ښار» اړوند «کیشانو» نومي سیمه کې شوې او د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر چې یو واده ته پر لارې وو؛ د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله تخریب شوی.

د نوموړی په خبره، په چاودنه کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، چې ښځې هم پکې شاملې دي.

دی که څه هم د چاودنې پړه پر طالبانو اچوي؛ خو هغوی تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x