افغانستان

طالبانو پغمان کې له اړمنو کورنیو سره «ژمنۍ» مرستې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): له بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستو په لړ کې طالبانو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې له ګڼو کورنیو سره مرستې کړې دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس د پغمان ولسوالۍ په ارغندي، درویشتولک، دوازده امام، قلعه منو، عیسی خیلو کلیو کې د «شهیدانو» او «مستحقو» کورنیو باندې د طالبانو د ځايي مسئولینو لخوا د دوه لکه او شل زره(۲۲۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت نقدي «ژمنۍ» مرستې ویشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم د «روژې او کوچني» اختر په مناسبت د پغمان ولسوالۍ له ګڼو اړمنو او بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو او نقدو افغانیو مرستې کړې وې.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد د ملي سوداګرو او یو شمېر نړیوالو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې په اړمنو او بې وزلو کورنیو د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو مرستې ویشلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی ته وایی خود نمایی. هلمند کی مو د لشکرګاه ۴۰۰۰۰ کسان آواره او بیځایه کړل هغوی سره کمک وکړی، سړکونه مه ویجاړه وی، خلک مه وژنی، پر سړکونو مینونه مه خښوی. تیر ستاسو له کمکه.

مجاهد

د سټو کنډو کی رمی څروی او که امستردام په میخانو کی کی ښه وخت لری طوطی صاحب . طوطی صاحب تاسی هغه څوک یاست چه د یو څو دالرو او مقامو د پاره خاوره و خلک او خپلواکی وپلورله دا هم خیر د ناموس پروا مو هم ونه ساتله به لمړی ورځ مو ورسره قضایی مصونیت لاسلیک کړو نو هغه خارجی عسکر چه د چارواکو به کورو څارنه او ساتنه لری د هغوی په کورو کی د قضایی مصونیت د لرلو له امله تر هغو چارواکی هم د هر څه کولو د اولیت حق لری که چارواکی ورباندی د… نور لوستل »

طوطی

مجاهد ته: تش په نامه دی نوم مجاهد یښی. په والله که به د مولی حیثیت هم څوک در کړی او یا یی ولری. خوسی ماغوندی يو بیکاره بوس سړی یی چی ټوله مبارزه دی یا د فیسبوک له پاڼی ده او یا هم لکه ما خپل زړه د نن ټکی آسیا له پاڼی سړه وې. الحمدالله تر اوسه می په هیڅ حکومت کی کار ندی کړی. نزدی درس کاله کیږی چی مهاجر یم کله په یوه ملک کی کرځم او کله هم په بل کی. واقعآ چی طوطی یم. د هر باغ ګلان بویومه او خوند تری اخلم. که… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x