د واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د موقتي حکومت د جوړېدو لپاره شرایط تر بل هر وخت مناسب دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق ښاغلی بارنیټ روبین د اکټوبر پر ۲۶ په فارن پالیسي مجله کي لیکي پداسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د سولي خبري رواني دي، خو د تشدد او مرګ ژوبلي کچه نده راکښته سوې. دواړه طرفونه د ملکي تلفاتو مسولیت په غاړه لري، خو د طالبانو تهاجمي حالت د زیات تشدد سبب ګرځېدلی دی. همدا وجه ده چي اکثره افغانان د اروبند تقاضا کوي. 

پروفسور روبین لیکي داسي ښکاري چي طالبان د اوربند په بدل کي نور امتیازات غواړي: هغوی له امریکا څخه د ګردو عسکرو د ایستلو تضمین غواړي،‌ او دغه راز پر طالبانو باندي د لګېدلو بندیزونو له لیري کول غواړي. بلخوا، طالبان ښايي د موقتي حکومت د جوړېدو تقاضا هم وکړي. یو داسي موقتي حکومت چي د دواړو خواو نمایندګي وکړي.‌ دا موقتي حکومت به د دوحې موافقه عملي کړي، او هم به د افغانستان لپاره د «سولي نقشه» ترسیم کړي. دا مسله آلان په کابل کي مطرح ده، خو زیاته جنجالي ده. 

په افغانستان کي د موقتي حکومت تاریخي سابقه سته. د بن د موافقې سره سم، په افغانستان کي یو موقتي حکومت ایجاد سو، خو په بن کي د طالبانو نه شتون او ګڼو نورو اشتباهاتو د افغانستان جنګ اوږد کړ. 

دغه راز، له ۱۹۹۱ څخه بیا تر ۱۹۹۲ پوري په افغانستان کي د موقتي حکومت مسله مطرح وه.‌ هله د ملګرو ملتونو په هڅو بالاخره ډاکټر نجیب استعفا وکړه. د نجیب تګ باید یوه موقتي حکومت ته لاره خلاصه کړې وای، خو سمدستي داخلي جنګ او شخړي شروع سوې. جمهورریس اشرف غني د جون په میاشت کي همدې حادثې ته په اشارې وویل ډاکټر نجیب دا اشتباه وکړه«لطفا زموږ څخه د دې فلم د دوباره لیدو تمه مه کوئ.»

په کال ۱۹۸۸ کي د ژنیوا د موافقې سره سم باید د شوروي عسکر د ۱۹۸۹ تر فبروري پوري له افغانستانه وتلي وای. امریکا باید مجاهدینو ته خپل کومکونه ختم کړي وای. خو متحده ایالاتو ټینګار کاوه چي خپلي مرستي به تر هغه وخته پوري بندي نه کړي، تر څو شوروي د افغانستان حکومت ته خپل کومکونه ختم نه وي. 

پروفسور روبین کاږي د ژینوا موافقې د موقتي حکومت لپاره کوم بند و بست نه لاره. خو د شوروي د عسکرو تر وتلو وروسته مسکو او واشنګټن تر مینځ د افغانستان د سیاسي مصالحې لپاره ډایالوګ پیل سو. شورویانو او ډاکټر نجیب اصرار کاوه چي د ملګرو ملتونو د سولي هلي ځلي باید د موجوده حکومت (نجیب) تر حاکمیت لاندي شروع سي. خو متحده ایالاتو،‌ مجاهدینو، او پاکستان ټینګار کاوه چي ډاکټر نجیب باید اول استعفا وکړي، او د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي يې یو موقتي حکومت ځای ناستی سي. مسکو لدې خبري سره د ۱۹۹۱ له ناکامي کودتا راوروسته موافقه وکړه. د ۱۹۹۱ په سپټمبر کي امریکا او روسیې موافقه وکړه چي د ۱۹۹۲ له جنوري راوروسته به خپلي نظامي مرستي ختموي، او یو موقتي حکومت به د ۱۹۹۲ په اپریل کي له نجیبه قدرت تسلیموي. د مجاهدینو مشرانو دا موافقه رد کړه، او د نجیب یاغي ملیشاوو هغه ته اجازه ور نه کړه چي هند ولاړ سي. سمدستي داخلي جنګ ښخ سو، او لدې ګډوډۍ راپس طالبان راپیدا سول.

پروفسور روبین لیکي خو نن سبا د یوه موقتي حکومت د جوړېدو په لړ کي د پخوانیو اشتباهاتو د نه تکرار ځیني عناصر موجود دي. 

اول، اوسني حکومت ته به کومکونه جاري وي. د شوروي اتحاد سقوط د نجیب سره کومکونه ختم کړل، او هغه نه خپلو عسکرو ته معاش ورکولای سوای، او نه یې هم ښاري خلګو ته خوارکه مواد برابرولای سوای. نو لهذا، خلګو ورته شا کړه، او ملیشاوو يې بغاوت شروع کړ. که څه هم د افغانستان اوسنی حکومت تر نجبیب زیات پر خارجي بسپنو باندي تکیه لري، خو د طالبانو او حکومت مذاکرات پداسي وخت کېږي چي د امریکا نظامي عسکر لا په افغانستان کي موجود دي، او کومکونه به دوام ولري. طالبانو له متحده ایالاتو څخه د کابل له حکومت سره د مرستو د نه کولو تقاضا نده کړې. همدارنګه، امریکا غواړي چي خپلو کومکونو ته دوام ورکړي، خو نه د پخوا په شان. بلخوا، طالبانو د قطر په موافقې کي له امریکا څخه غوښتي دي چي د افغانستان د آینده انکشاف سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. 

دوهم،‌ د اوسنیو مذاکراتو پروسه تر پخوا زیاته شفافه ده. په ۱۹۹۲ کي، د ملګرو ملتونو د سولي مذاکرات یوازي د ډاکټر نجیب او بینان سیوان تر مینځ روان ول. د نجیب یاران او حاکم ګوند ترې حذف سوي ول. همدې خبري هغوی سخت شکمن کړي ول. هغوی ګومان کاوه چي نجیب یې یوه نامعلوم برخلیک ته ور ټېله کوي. نو لهذا، هغوی فیصله د یوه اقدام فیصله وکړه. البته اوس هم د کابل د حاکمانو تر مینځ جنجالونه سته،‌ خو د سولي پروسه د غني د حریف، ډاکټر عبدالله، له خوا اداره کېږي. او په مذاکراتي ټیم کي اکثره مهمي ډلي استازي لري. 

درېیم، نن ورځ وسلوال مخالفان متحد او یو لاس دي، او په مذاکراتو کي دخیل دي. مګر په ۱۹۹۰ کي، مجاهدین بې اتفافه ول، په خپلمینځي شخړو لګیا ول، او نه یې غوښتل چي د کابل له استازو سره وګوري. همدې مسایلو د یوه موقتي حکومت جوړول ناممکن کړي ول. 

څلرم، د ۱۹۹۲ د سولي پلان د قدرت د انتقال لپاره هیڅ حقوقي چوکاټ نه درلود. د افغانستان د نظامي قواوو د معاش لپاره يې هیڅ تجویز نه لاره. د سولي د لاري د نقشې لپاره يې هیڅ پلان نه درلود. مګر‌ نن سبا که څه هم په افغانستان کي د قانون حاکمیت کمزوری دی، خو یو حکومت سته. افغانستان د ملګرو ملتونو غړی دی.

لنډه دا چي نن سبا د موقتي حکومت د جوړېدو لپاره تر ۱۹۹۲ حالات ډېر مناسب دي. د مثال په توګه، د افغانستان په اوسني اساسي قانون د موقتي حکومت د جوړولو لپاره ۶۷ ماده درج سوېده. دغه راز، اضطراري لویه جرګه هم کولای سي چي یو موقتي حکومت تصویب کړي.

پروفسور روبین لیکي هر موقتي حکومت باید د افغانستان د ملي حاکمیت ضامن وي، او سمدستي د قدرت واګي پلاس کي واخلي.‌

بالاخره، په اوسنیو خبرو کي دواړو طرفونو  بین المللي مینځګړیتوب رد کړی دی. لهذا، که چیري هغوی کومي موافقې ته سره و نه رسېږي، متحده ایالات کولای سي چي ځان ترې را ګوښه کړي. البته دا هم باید وویل سي چي متحده ایالات به د شوروي په څېر دړي وړي نه سي، خو مسلما به کورونا او نور داخلي مشکلات د امریکا توجه خپل ځانته ور واړوي. نو لهذا، دا حیاتي اهمیت لري چي دا خبري مخ په وړاندي حرکت وکړي.‌

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ﴿٤٤﴾سوره المائده آیات ۴۴معنی: پس مه ویریږۍ تاسودخلکوڅخه ووویریږۍ له ماڅخه مه اخلۍ په بدله زمادآیاتوکښی قیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پست دغه خلک کافران دی. دغه دالله حکم دۍ غنی اوحکومت یی کمونسټ منافقین دۍ له دوی سره څنګه موافقه کیدای سی دوی خوډیر مسلمانان شهیدان کړل اوتورسری یی کونډی اوماشمان یی یتیمان کړل دخټوکورونه یی ورونړول.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x