افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د سیاسي جوړجاړي کړکۍ به تل پرانیستې نه وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی  «زلمی خلیلزاد» یو ځل بیا د سیمې په سفر راوتلی او تر ناروې وروسته پلان لري  په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوحه کې به خلیلزاد له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای له دواړو مذاکراتي ټیمونو سره وګوري او هغوی به وهڅوي چې په افغانستان کې د جګړې د شدت لوړ ګراف راټيټ کړي، تر څو د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه ورسره پای ته ورسېږي.

ورته مهال خلیلزد د خپل سفر په تړاو پر ټویټر لیکلي، چې له شویو ژمنو سره، سره په افغانستان کې د جګړې د شدت زیاتوالی چې هره ورځ د ګڼو افغانانو ژوند اخلي؛  ناهیلي کړی.

نوموړي زیاته کړې، ټول لوري باید د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي؛ ځکه دده په خبره، د سیاسي جوړجاړي لاره هر وخت پرانیستې نه وي.

د خلیلزاد له قوله، په هیواد کې وینه بهېدنه روانه ده او  سیمه ییز مخالفین افغانان د خپلو غیرمشروع اهدافو لپاره کاروي.

قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې له تېرو څلوېښتو ورځو راپدېخوا خبرې روانې دي؛ خو ویل کېږي لا هم پرمختګ نه دی شوی.

تېره ورځ د کابل د مذاکراتي ټیم دوه تنه غړي بیرته د اشرف غني په امر کابل ته راغوښتل شوي او ویل کېږي، چې ښايي درې نور هم راتلونکي اوونۍ راستانه شي.

د کابل مذاکراتي ټیم غړي که څه هم د کورنیو او شخصي ستونزو په پلمه کابل ته راغلي؛ خو  د بیا تګ په اړه یې لا هم پوښتنې موجودې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یو څوک خو دی ووایی چی د غلامانو په سوله کی څه ګټه ده ؟
تر سولی وروسته به بیا هم دوی د پردیو جاسوسی او فسق او فساد کوی ؟
و دوی ته بیا په پیخر ساتونکی او کلک موټران ولاړ وی ؟
دوی به بیا چور جوړ کړی وی او خپلی شیطانی او فاحشی غریزی به سړه وی ؟….؟؟؟؟؟
نو دوی ولی سوله وکړی ؟

طوطی

جمیل صیب: بیا څه دوړی باده وی. طالبانو کی هم داسی کسان شته چی سوله نغواړی یا د پاکستان په اشاره او یا هم د خپلو ګټو په خاطر. د هغو کسانو ځامن په دوبی، شارجه، قطر او ځینو نورو عربی هیوادونو کی سبقونه وایی هلته تجارتونه لری. د هغوی له جملی هم ۴۰۰ کورنی په قطر کی میشتې دی چی میاشتنی معاشونه لری او هوسا ژوند کوی. هغوی او د ارګ هستوګنی کسان به هیڅکله سوله ونغواړی. سولی ته لیواله صرف غریب ، بیوزله او غًربه کسان دی چی هم یی حکومت وژنی او هم یی طالبان وژنی.

طوطی

یعنی جنګ به ادامه ولری. لعنت د خدای پر خلیلزاد سی هغه باید هغه پټ توافقات له طالبانو سره افشا کړی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x