لیکنېنظــر

د مذاکراتو بنسټ که کتاب او سنت وي د کابل چارواکو باندې به څه راشي؟

عبدالغفار سربڼ

دغه اداره چې په کابل کې واکداره ده په دوحه کې غواړي داسې وړاندیز وکړي چې حقیقت کې په خپل لاس ځانته د دار دستګاه ودروي او رسۍ خپله په خپله غاړه کې واچوي.

دا د خپل د اعدام حکم په خپل لاس تر سره کول دي، یعنې د ځان وژنې یو اقدام دی. دلته ددې خبرې سپیناوی کول غواړم.

اِنَّ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُواً ثُمَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيْلاً  ١٣٧ النساء
بې له شكه هغو چې ايمان راوړی وو بیا کافران شول بیا یې ایمان راوړ او بیا بیرته کافران شول بیا نو دوی کفر کې زیاتی وکړ ( اصرار پر خپل کفر) نشته دوی ته د الله بخښنه او نشته دوی ته پر لارې هدایت.

بَشِّرِ الْمُنـٰفِقِيْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابَاً اَلِيْمَا ١٣٨ النساء
الَّذِيْنَ يَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِيْنَ اَوْلِيَآءً  مِنْ دُوْنِ الْمُوْمِنِيْنَ
اَيَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمْ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِيْعًا  ١٣٨

منافقانو ته زيری وركړه چې د دوی له پاره به دردونکی عذاب  وي هغو کسانو چې کافران خپل دوستان نیسي د مسلمانان په ځای ایا دوی د هغو په نزد لټوي عزت خو بیشکه عزت ټول د الله سره دی.

مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذٰلِكَ . لَآ اِلٰى هٰٓوءُلَٓاءِ وَلَٓا اِلٰى هٰٓوءُلَٓاءِ.
وَ مَنْ يُضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيْلًا  ١٤٣ النساء
يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اَمَنُوْ لَا تَتََخِذُوا الْكٰفِرِيْنَ  اَوْلِيَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُوءْمِنِيْن.  اَتُرِيْدُونَ اَنْ تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ عَلَيْكُمْ سُلْطٰنًا مُبِيْنًا.

دوی مذبذب او دوه زړي دي په دې او په هغو کې. نه له دوی سره دي او نه له هغو سره او هغه څوک چې الله ګمراه کړي وي ته هغه ته لار نه شې موندلی.

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی کافران مه نیسئ دوستان د مومنانو په ځای.

ایا غواړئ چې د الله لپاره د ځان په خلاف روښانه او محکم سند او ثبوت برابر کړئ.

نن څوک دا جرئت نه لري چې د امریکا، ناټو  شتون افغانستان کی جایز وګڼي یا هغه اشغال او استیلا ونه مني کم څوک پيداکيږي چې دا ونه مني چې دننه ځينې افغانانو له دوی سره په اشغال او د افغانانو په سرکوب کې هم مرسته کړې او هم  اوږه په اوږه جنګیږي او حتی د دوی د ساتلو له پاره  سپر  ګرځي.هم خلک او طالبان وژني او هم د بهرنیو ځواکونو  د جنګیالیو د ساتنې وظیفه پر غاړه اخلي او له هغه حکومت او نظام نه دفاع کوي چې بهرنیو په خپلو لاسونو جوړ کړی دی، نو دلته دا سوال پیدا کیږي چې که د یرغلګرو شتون دلته استیلا وه او دننه ځینې فرصت طلبه کړۍ ددې له پاره چې قدرت د دوی د سر پرستۍ لاندې تر لاسه کړی ملګرتوب کړي د قران پورتنی آيت څه رنګه حکم کوي.

دوی له بهرنیو سره شل کاله د هغوی د ګټو له پاره اړخ تر اړخه څنګ په څنګ کوښښ کړی او د دوی له پاره یې جګړه پر مخ بیولې نو که د قران او سنت احکام پر دوی تطبیق کړی شي  ددوی را پرځول او له میځه وړل واجب دی.

نن سبا که هر څومره دا چیغې اوچتې شي چې امریکایان وتونکي دي نو دا جګړه جواز نه لري ځای ځکه نه نیسي چې  هغه څه چې بهرنیو دلته کرلي د کابل اداره غواړي هغه د لاس ته راوړنو په نوم او بهانه وساتي.

ټول هغه شیان چې بهرنیو دلته جوړ کړي هغه ناقص او معیوبه دي. اساسي قانون دولتي بنسټونه، اداره، اردو او فوج پولیس قضا او څارنوالي، ولسي او مشرانو جرګه انتخابات او د هغو قانون د شکایاتو کمیسون، ولایتي ادارې او شوراګانې تر ولسوالۍ او علاقه دارۍ او کلیو پورې صحي خدمات، تعلیم او تربیوي خدمات د ښځو د حقونو مضحکه ټول اقتصادي او د بیا جوړونې کار نامې کاملاً معیوبه او ناقص الخلقه هویت او انځور لري.

دا خبره بهرني ځواکونه پخپله کوي، سیګار له طالبانو نه رشوت نه تر لاسه کوي چې پر کابل ادارې درواغ وتړي.

بیا بل سوال دا دی چی که خبری د نصوصو په رڼا کی مخ کی ولاړی شی د کابل د اداری د قانون اساسی او د هغو قرار دادونو سرنوشت به څرنګه شی چی له بهرنی ځواکونو سره یی تړلی.

اول که دوی اشغال ومنی او خپله ملګرتیا هم له دوی سره ومنی نو دوی خو د قران دحکم سره سم باید لکه بهرنی قوتونه تار و مارشی . د اخرت حساب خو به لا باقی وی.

خیر زما په اند د طالبانو له خوا دا وړاندیز چی د خبرو اساس به هماغه د دوحی میثاق چی له امریکایانو سره لاس لیک شوی  منل کیږې عادلانه او حتی دکابل د اداری د شریکانو او ټؤلګی په مصلحت دی ځکه اول خو هلته هم د طالبانو سرمشق هماغه قران او سنت وو دوم دا چی په هغه ټړون کی ټولو او هر یو افغان ته دا حق ورکړل شوی چی داسلام د دین په رڼا کې له خپل اسلامی حقوقو نه برخمن شی . نه به پر چا ظلم کیږی او نه به څوک پر چا ظلم کوی. او همدا رنګه د کابل د چارواکو او د ناتو د اجیرانو په باب یوه رحیمانه او کریمانه چلند دی . که نه که حدود الله او د امر بلمعروف ونهی عن المنکر  اصول پر ټولو اجرا شی او هر چا ته چی ملی خیانت او غدر یی کړی وی واجبه جزا ورکړل شی نو معلومه نه ده چی څوک به بچ شی او کوم به پاتی شی  حتی غیر اسلامی هیوادو کی هم د غدار سزا اشد مجازات دی. ان شا الله.

الله شاهد دی چی زه پر دی نه پوهیږم چی کله یوه مذاکراتی ډله داسی ویښلی شوی وی چی څوک په کی تکنوکرات دموکرات وی څوک پخوانی کیڼ لاسی ګوندی وی څوک شعله یی څوک تنګنظره سکتاریست او جدایی غوښتونکی او بیاڅوک تش د مالی مفاد له پاره سره راغونډ شوی وی او بیا داسی یو وړاندیز وکړی چی د خپل ځان له پاره یی پر عاقبت پوه نه وی نو دا  رښتیانی معما ده. دوی ماته ښکاری چی د یوه تړون د تړلو او لاسلیک له پاره دوحی ته نه دی ورغلی دوی پوهیږی چی دوی هره فیصله چی وشی اول یی نه لاسلیک کوی بیا یی که لاسلیک کړی په هماغه شیبه چی له تالار نه ووځی نه یی منی. بهانه هم جوړه ده چی ما خو منله دوستم یی نه منی  ماخو منله خو ښځی خپل حقوق غواړی ماخو منله ضیا مسود اویا نور او یا اسماعیل او یامحقق …. یی نه منی.

دا حال دی وطنوالو د امارت اسلامی افغانستان له دغو ډلو ټپلو سره . ما بار بار ویلی له امریکایانو سره توافق ته رسیدل داسی وو لکه چی دیو دی لاسونه تړلی وی په قلف او زنځیر خو کلی یی د ښامار په خولی کی کښیښودلی وی په داسی حال کی چی د ښامار له خولی اور بادیږی ته باید د ښامار له خولی نه د قفل کلی را وکاږی تر څو قفل خلاص کړی او ځان له بند نه خلاص کړی  .

بلی اوس دا قفل خلاص شوی خو له کابلی اداری سره په توافق رسیدل به داسی وی لکه چی د شغالانو له ګلی نه ځان خلاص کړی . ډیره حوصله او متانت باید ولری. نو دا سوال د الله حضور ته په ګډه باید وکړو چی دا یو ویشت کابلی میلمنو ته دی الله هدایت وکړی چی په خپل هیواد زړه وسوځې او چټی هسی وقت وژنه پریږدی او رښتیا هم ددین او کتاب احکامو ته غاړه کیږدی تر څو دا څلویښت کلن ناورین ختم شی.

و من الله توفیق.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا ستا کلک ایمان او زور دی چی د ښامار د اورنی خولی څخه کیلی را باسی ، خو چغال به په سمه و نه پوهیږی ، مضرات باید ورک سی .

غ.حضرت

شریکه: ستا په ګوتو لیکلی سوی ټولو قرآنی کریمه آیتونو ته په راسخه عقیده او دروند احترام پوښتنه دا ده چی: نړیوال استعمارګران زموږ وطن ته راغله د درنو وسلو سره نو دا به کوم سلیم عقل ومنی چی یو بې ګناه او غیر مسلح دوکاندار او ګاډی وان او زده کوونکی او ښوونکی د ناټو د عسکرو ساتونکی وی او طالب جان چی د استعمار د بلی پروژې یوه برخه ده ددې بې ګناه انسانانو وژنه پدې اتهام چی ګوندی هغوی د اشغالګرانو مدافعین دی، توجیه کاندی؟ بله دا چی طالب او د طالب مشران د کومی معتبری دینی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x