ورزش

راشد خان د سږکال آی پي ايل تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي راشد خان د هند غوره ليګ په سږکال سياليو کې تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه.

راشد خان د سه شنبې په ورځ د ډهلي کپيټل لوبډلې پر وړاندې په خپلو ۴ اورونو کې يوازې ۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

https://twitter.com/SunRisers/status/1321133371615969280?s=19

په ياده لوبه کې د راشد لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د دهلي لوبډلې په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او يوازې ۱۳۱ منډې يې جوړې کړې، دوی د ۸۸ منډو په توپير ستره ماتې ومنله‌.

تر دې دمه د نړۍ لومړي مقام لرونکي توپ اچونکي راشد خان د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په استازيتوب په سږني آی پي ايل کې ۱۲ لوبې ترسره کړي او ۱۷ لوبغاړي يې سوځولي دي. هغه تر ټولو غوره اوسط هم لري‌.

د راشد خان لوبډله اوسمهال د هند غوره ليګ ۱۱ پړاو په جدول کې شپږم مقام لري، که چيرې دوی راتلونکې لوبو کې بريا خپله نه کړي له سياليو به بهر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x