ورزش

د برسلونا کلب د مشر په ګډون د بورډ ټول غړو استعفا وکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د هسپانوي مشهور کلب برسلونا د بورډ مشر جوسيف برتاميو او د بورډ ټولو غړو استعفا وکړه.

دا په داسې حال کې چې له تېر يو کال راهيسې د نړۍ مشهور فوټبالر ليونل ميسي او د برسلونا مشر ترمنځ حالات ترینګلي وو چې بالاخره ميسي د روان سيزن په لړ کې لوبډلې پريښودو ته اړ شوی و.

د ميسي په ګډون يو شمېر لوبغاړو تور پورې کړی و چې برسلونا کلب مشر د لوبډلې په اداره کولو کې ناکام دی او د راتلونکې لپاره هيڅ برنامه نه لري.

د کلب مشر وروسته له هغې له سخت فشار سره مخ شو چې ليونل ميسي د کلب بورډ ته د لوبډلې پريښودو ليک واستوه، خو د کلب مشر لخوا يې غوښتنه ونه منل شوه.

وروسته له دې د برسلونا کلب مشر پر وړاندې د ووټ ورکولو لاسليکونو پروسه پېل شوه چې له ۲۰ زرو زيات لاسليکونه جمع شول او جوسيف برتاميو استعفا ته اړ شو.

د برسلونا کلب مبصرين او مینوال د برتاميو استعفا دده او ميسي پر وړاندې جنګ کې د ميسي بريا ګڼي.

د برسلونا لوبډلې وړمه ورځ د ريال مدريد پر وړاندې په الکلاسيکو مشهوره سيالۍ کې په ۳-۱ ماتې خوړلې وه، چې د کلب پر مشر نور هم فشار زيات شوی و.

ميسي په يوه مرکه کې ويلي وو، تر څو چې برتاميو د کلب مشر وي موږ هيڅ نشو کولی ستر جامونه خپل کړو، هغه برتاميو تورن کړی و چې د کلب لپاره هيڅ ټاکلې برنامه نه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x