شعـــــرونه

ته مې آیینه یې له غبار سره مې نه لګي/جهاني

عبدالباري جهاني

یو پر تا مین یم له هر یار سره مي نه لګي
تا ته چي درځمه له اغیار سره مي نه لګي

ستا د حسن خیال پر انارګل باندي مین کړمه
ته چي را سره یې له انار سره مي نه لګي

ته به مي شړې خو له ازل سره به څه کوو؟
پل مي دي پیدا کی له رویبار سره مي نه لګي

زه دي لکه سیوری درسره یمه پل نه لرم
ته مي آیینه یې له غبار سره مي نه لګي

زه مي خپل نصیب له سور او تال سره زدوولی یم
شرنګ د خپل رباب یم له هر تار سره مي نه لګي

زه یې پروانه غوندي پانوس ته پیدا کړی یم
چا ویل؟ چي سوځم له انګار سره مي نه لګي

تا د هوښ په کور کي بې له غمه څه لیدلي دي
پرېږده چي نشه یم له خمار سره مي نه لګي

ماته جهاني د ګل پر پاڼو کیسې مه لیکه
زېری د خزان یم له بهار سره مي نه لګي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر پنځه ویشتمه،  ویرجینیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

کاشکي يې دا هم ويلي وای:
ناڅم د اغيارو سره مستي ترانې وايم
دلته چي مخمور اوسم خپل يار سره مي نه لګي
بس د خولې ډډوزي دي پر زړه يې مینه نه لرم
څو چي امريکا وي خپل ديار سره مي نه لګي.

مجاهد

عبدالباری صاحب ، د روسانو اشغال وخت کی خلقی یا کمونست ( ملحد ) واست، کله چه روسان او کمونستان مات شول تاسی د هماغه امپریالزم غیږی ته ځان واچولو. نشنلست شوی مګر دا چه مجاهدین پیاوړی وو شعرو کی مو نه د کمونیزم پلویت او نه د اسلام سره دشمنی یادوله . مونږ مسلمانانو درته څه ناڅه درناوی لرلو یا لږ تر لږه هغه پخوانی کرکی مو کمی شوی . د امریکایی یا امپریالیستی اشغال کی دی هم ځان څه ناڅه بیطرفه وساتلو مونږ یی ستاینه وکړه مګر کله چه ایجړا او غلام اسدالله خالد چه مجاهدینو یی عملیاتو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x