
هرات: د فرسې ولسوالۍ امنيه قومندان و وژل شو
نن ټکی اسيا: د هرات ولايت چارواکي وايي، چې د فرسې ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو په يو کمين کې و وژل شو.
د هرات امنيه قومندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، چې نن دوشنبه سهار شپږ بجې د فرسې ولسوالۍ امنيه قومندان شېر احمد خان د ولسوالۍ پر لور روان و، چې لار کې د طالبانو د کمين ښکار شو او د خپلو څلورو ساتونکو سره ځای پر ځای و وژل شو.
د هرات ولايت چارواکې وايي، چې د فرسې امنيه قومندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی، مګر طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې هرات د هېواد لويديځ کې هغه ولايت دی، چې نسبتا ارام او د خوندي امنيت لرونکی دی، مګر طالبان هم پکې قوي فعاليتونه او بريدونه کوي.