افغانستان

بلخ کې د حکومت توپچي برید د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د حکومت عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو توپچي برید کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې یاد توپچي برید تېره ورځ د شولګرې ولسوالۍ اړوند «بودنه کلا» نومي سیمه کې د یوه ملکي وګړي پر کور شوی، چې له امله یې د یاد کور شپږ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

ویل کېږي، د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

حکومتي چارواکي که څه هم د پېښې په اړه څه نه وایي؛ خو په دې وروستیو کې د حکومت د توپچي او هوایي بریدونو له امله اوښتونکي ملکي تلفات په بې ساري ډول زیات شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د حکومتي ځواکونو له لوري د اوښتونکو ملکي تلفاتو په کچه کې پنځه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی، چې زیاتره یې د هوايي او توپچي بریدونو له امله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x