نړۍ

ارمينيا وايي ناګورني قره‌باغ کې يې مهم سټراټيژيک ښار له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۹ل): اذربايجان وايي، د بشري درناوي له امله له ارمينيا سره شوي اوربند ته ژمن دي، خو ځواکونه يې اړين دفاعي حالت ته چمتو دي او بل پلو ارمينيا ويلي، چې ناګورني قره‌باغ ولايت کې يې کوباتلي سټراټيژيک ښار له لاسه ورکړی دی.

د اذربايجان د دفاع او سرحدي چارو وزارتونو ويلي، چې ارمينيا د جګړې د جبهو په ليکو کې تاوتريخوالي او نښتو ته لمن وهي، چې له امله به يې په سيمه کې تاوتريخوالی او جګړې نورې هم زياتې شي.

د اذري حکومت په اعلاميه کې راغلي، ارمينيا بايد پوه شي، چې کومې سيمې د دوی ځواکونو نيولي، دا جنجالي نه، بلکې د نړيوالې ټولنې له لوري منلې شوې د اذربايجان خاوره ده او بايد د دې پولو درناوی وشي.

اذربايجان خبرداری ورکړی، چې د دې پولو په اړه هر ډول جرئت د اذربايجان پر ځمکني تماميت تېری بلل کيږي.

درېيم اوربند

د اذربايجان او ارمينيا حکومتونو د امريکا متحده ايالتونو په منځګړيتوب درېيم اوربند وکړ او د اذربايجان حکومت وايي، چې د بشري اصولو له مخې اوربند ته ژمن دي، تر څو د دواړو لوريو ترمنځ د بنديانو او وژل شوو عسکرو تبادله وشي.

تر دې مخکې هم د روان اکتوبر په لسمه او بیا په اوولسمه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند شوی و، خو دواړه ځل بېرته مات شوی و.

اذري چارواکو ويلي و، چې ارمينيايي عسکرو دواړه ځله له اوربنده سرغړونه کړې وه او اذري ځواکونو د خپل ځان دفاع کړې ده.

د ارمينيا دفاع وزارت وايي، تېره شپه هم په قره‌باغ کې وضعيت ترينګلی و او په وينا يې اذري ځواکونه په سیمه کې هوايي بریدونه کوي او لا هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې نښتې روانې دي.

رویټرز خبري اژانس د ارمينيايي چارواکو له قوله ليکلي، د ارمينيا اړوند «ناګورني جمهوري ځواک»، چې ځانونه خپلواک بولي، د قره‌باغ له کوباتلي سټراټيژيک ښاره وتلي او دا کار يې د اذري ځواکونو لپاره پرمختګ بللی دی.

د روسيې سپونټيک خبري اژانس هم د ارمينيايي چارواکو له قوله ليکلي، چې د دوی دښمن کوباتلي سټراټيژيک ښار نيولی او په ګڼو سيمو کې د اذري او ارمينيايي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي.

په ۱۹۹۲ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته ارمينيا د اذربايجان شل سلنه خاوره لاندې کړې ده.

له تېرو ۲۷ کلونو راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ وخت پر وخت سختې نښتې شوي، خو د تېر سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهيسې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي او د راپورونو له مخې اذري ځواکونو د ناګورني قره باغ سیمه کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x